د لاس رسي وړ اتصالات

حماس دې یرغمل شوي کسان خوشې کړي - د ۱۸ هېوادونو د مشرانو ګډه اعلامیه


د حماس ډلې لخوا د اکتوبر د اوومې نېټې د برید پر مهال د یو یرغمل شوي اسرائیلي- امریکايي پوسټر.
د حماس ډلې لخوا د اکتوبر د اوومې نېټې د برید پر مهال د یو یرغمل شوي اسرائیلي- امریکايي پوسټر.

د امریکا متحدو ایالتونو، بریتانیا، فرانسې او د لسګونو نورو هیوادونو مشرانو د پنجشنبې په ورځ،‌ اپریل ۲۵ (غوايي شپږمه) په یوه ګډه اعلامیه کې د حماس څخه وغوښتل چې ددغه ډلې لخوا یرغمل شوي کسان خوشي کړي.

د اسرائیلي مقاماتو په وینا، د حماس وسله والو د تیر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل کې له ناڅاپي برید وروسته، شاوخوا ۱۱۷۰ کسان ووژل او ۲۵۰ تنه یې یرغمل کړل. د دغو مقاماتو په خبره،‌ د یرغمل شویو کسانو له جملې څخه شاوخوا ۱۲۹ یې په غزه کې ساتل کیږي او ښايي ۳۴ یې وژل شوي وي.

پدغې ګډې اعلامیې کې ویل شوي: "موږ په غزه کې د حماس له خوا له ۲۰۰ ورځو راهیسې د ټولو یرغمل شویو د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه کوو. په دوی کې زموږ د هېوادونو اتباع هم شامل دي."

اعلامیه کې همدارنګه د نړۍ د ۱۸ هېوادونو د مشرانو په حواله ویل شوي، چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره موافقه به نه یواځې په غزه کې د سمدستي او اوږدمهاله اوربند لامل شي، بلکې غزې ته د اضافي اړتیا وړ بشري مرستو رسولو لپاره لاره هواره کړی او هم پدغه سیمه کې د جګړې د پایته رسیدو لامل شي.

اعلامیه زیاتوي:"موږ خپلو ټاټوبو او کورونو ته د یرغمل شويو کسانود بیرته راستنولو لپاره د منځګړیتوب د روانو هڅو کلک ملاتړ کوو."

ارجنټاین، اتریش، برازیل، بلغاریا، کاناډا، کولمبیا، ډنمارک، فرانسه، جرمني، هنګري، پولنډ، پرتګال، رومانیا، سربیا، هسپانیا، تایلنډ، انګلستان او د امریکا متحده ایالتونه هغه ۱۸ هیوادونه دي‌ چې دغه اعلامیه یې لاسلیک کړې ده.

بلخوا حماس ویلي چې دوی به پاتې یرغمل تر هغه خوشي نه کړي، تر څو چې اسرائیل په غزه کې روانه جګړه چې لسګونه زره فلسطینیان یې وژلي دي او په دې وروستیو ورځو کې یې د امریکا په پوهنتونونو کې د لاریونونو څپې راپارولې، پای ته ونه رسوي.

پدې اړه سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۴ (غوايي پنځمه) وویل چې ولسمشر جوبایډن د امریکا په پوهنتونونو کې د محصلانو د بیان د ازادۍ ننګه کوي.

د سپینۍ ماڼۍ ویاندې کرن ژان پییر خبریالانو ته وویل: "ولسمشر باور لري چې په پوهنتونونو کې د بیان ازادي، مناظره او عدم تبعیض ارزښت لري."

نوموړې وویل چې خلک باید وکولای شي خپل نظرونه څرګند کړي،‌ خو په خبره یې که نفرت پاروونکي نظریات او خبرې کېږي، باید یې په ضد یې غږ پورته شي.

په ورته وخت کې د حماس تر کنټرول لاندې په غزه کې د روغتیا وزارت مسؤلینو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د ا سرائیل حماس تر منځ د شپږ میاشتني جګړې په ترڅ کې د وژل شویو فلسطینیانو مجموعي شمېر لږ تر لږه ۳۴۳۰۵ تنه او د ټپیانو شمېر ۷۶۹۰۱ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت د مسؤلینو په خبره، د مرګ ژوبلې لږترلږه دوه پر دریمه برخه ماشومان او ښځې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG