د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د نجونو د انلاین زده کړو لویه ستونزه فیس دی


له هغه وروسته، چې طالبانو د شپږم ټولګي څخه په پورته ښوونځیو کې د نجونو په زده کړو بندیز ولګوه، یو شمیر انلاین ښوونځیو د شپږم ټولګي څخه پورته افغان نجونو ته د زده کړو په برخه کې فعالیت پیل کړ؛ یو یې هم د کاناډا د افغانستان نړیوال ښوونځی دی.

دغه ښوونځي تراوسه ۶۰۰۰ نجونې جذب کړي دي. ددغه انلاین ښوونځي یو بنسټ ایښودونکی وايي، چې یوازې ۲۰۰ نجونو په خپل شخصي لګښت دغه ښوونځي سره خپل نومونه لیکلي او په زرګونو بورسونه نجونو ته ورکړل شوي دي.

افغان نجونو ته، چې له زده کړو منع شوي انلاین ښوونځي د هیلو یوه کړکۍ ګڼل کیږي، خو هغو ستونزو ته په کتنې، چې ددغسې زده کړو پر وړاندې پرتې دي دا کړکۍ هم مخ په بندیدو ښکاري.

ددغو ښوونځیو یو بنسټ ایښودونکی وايي، چې زده کړو لپاره باید په انګلیسي ژبه یو ازموینه ورکړل شي او یا هم څو میاشتې د انګلیسي ژبې زده کړې وشي، ددغه ښوونځي کلنی فیس ۲۸۰۰ امریکايي ډالره دی، چې ۲۴۵زره افغانۍ کیږي، اکثریت کورنۍ د دومره پیسو د ورکولو توان نلري.

په افغانستان کې ددغو زده کړو په برخه کې بله ستونزه د انټرنټ ستونزه چې په دغه هېواد کې ډېر کمزوری دی. ددغه ښوونځي یو استاد د ستونزو په تائید سره وايي، چې دغه ښوونځی لږ ترلږه هغو نجونو ته د زده کړو شرایط برابروي، چې په ښوونځي کې د زده کړو د دوام توان لري.

د کاناډا د افغانستان نړیوال ښوونځی یو بنسټ ایښودونکی الله محمد کاکړ امریکا غږ ته په دې اړه وویل: "مونږ نشو کولی، چې ټول افغانستان تر پوښښ لاندې ونیسو. کوم کسان، چې په ښارونو کې ژوند کوي او د انټرنټ او واټس آپ څخه کار اخیستلی شي، ددغه ښوونځي څخه ګټه اخیستلی شي. اکثره افغانان، چې په ولایتونو کې ژوند کوي او د انټرنټ او واټس اپ څخه کار اخلي د ورو انټرنټ په کارونې هم کولی شي زمونږ له زده کړو ګټه واخلي."

شاوخوا ۲۴۰ زده کوونکو په خپل شخصي لګښت د کاناډا د افغانستان نړیوال ښوونځی سره خپل نومونه لیکلي دي او نړیوالو ادارو افغان نجونو ته په زرګونو بورسونه برابر کړي دي چې هغه نجونې، چې ددغه ښوونځي د زده کړو د فیس د ورکولو توان نلري وکولی شي، چې زده کړې وکړي.

یو شمیر زده کوونکو امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې دا ورته ډیره مشکله ده، چې د زده کړو د دوام لپاره زرګونه ډالر ورکړي، ځکه، چې ددغو زده کوونکو د وینا له مخې هغوی په ډیر مشکل سره خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي.

د سامعه جلال الکوزۍ په نوم ددې ښوونځي یوې زده کوونکې وویل: "د یوې خوا بیکاري، د بلې خوا د پیسو برابرول ممکن نه دي. مونږ له دولت څخه غواړو، چې د ښوونځیو دروازې پرانیزي او که په دغسې سیستم باندې زده کړې پرمخ بیايي باید زده کړې په وړیا ډول اوسي."

د ښځو د حقونو یوه فعاله حسنا رووفي هم د زده کړو د لوړ فیس څخه شکایت کوي: " پیسې زیاتې دي او څوک نشي کولی چې دغسې زده کړو ته لاس رسی پیدا کړي. باید د حل یوه لاره پیدا شي ترڅو ټول زده کړې وکړي".

د کاناډا د افغانستان نړیوال ښوونځي مسولین، چې وايي د کاناډا تعلیمي نصاب په دغه ښوونځي کې درس ورکوي، په دې باور دي، چې ددغه ښوونځي زده کوونکې کولی شي د خپلو زده کړو په پای کې په کاناډايي پوهنتونونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانې په دې باور دي، چې په افغانستان کې افغان نجونو ته انلاین زده کړې نه یوازې عملي نه دي، بلکې د دوی په وینا پر طالبانو باندې د نجونو د ښوونځیو او نجونو او ښځو ته د پوهنتونونود پرانیستلو لپاره فشارونه هم کموي.

XS
SM
MD
LG