د لاس رسي وړ اتصالات

خبریالانو ملاتړ ادارې: د رسنیو پر وړاندې د طالبانو اقدامات د مطبوعاتو ازادي محدودوي


د خبریالانو نړیوال فدراسیون (IFJ) او د خپلواکو خبریالانو ټولنې په افغانستان کې د طالبانو د استخباراتو د ریاست له خوا په وروستیو اونیو کې د یوشمیر افغان خبریالانو په نیولو او د خبریالانو د ویرولو په اقداماتو اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې دا ډول اقدمات د رسنیو ازادي محدودوي.

د خبریالانونړیوال فدراسیون د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۶ (سلواغې شپږم) په یوه اعلامیه کې د رسنیو د ویرولو او د چپولو لپاره د طالبانو د حکومت پرله پسې هڅې غندلي او ویلي دي چې دا ډول کړنې د بیان د ازادۍ او د رسنیو ازادۍ لپاره د فضا د لا تنګیدو سبب ګرځي.

دغه فدراسیون په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو د استخباراتو د ریاست له خوا د خبریالانو نیولو ته په اشارې ویلي: "د خبریالانو په خپلسر نیول چې د هغوی د کار سره مخامخ د غچ اخیستلو پورې تړاو لري خطرناک دي او د خبریالانو نړیوال فدراسیون د افغانستان د رسنیو د سرغړونو د شکایتونو د ارزونې له کمیسیون غواړي چې دا پیښې په خپلواک ډول وڅیړي".

د طالبانو د حکومت د استخباراتو ریاست په تیرو څه باندې دوو اونیو کې د افغان خبریالانو د نیولو لړۍ چټکه کړې ده. دغه ریاست د جاپان د کیودو خبرې اژانس خبریال احسان الله اکبري، ګردش اطلاعات خبري اژانس دوه خبریالان احمدجواد رسولي و عبدالحق حمیدي او هم د مینې په نوم د یوې خصوصي مجلې چلوونکی عزت الله ځواب نیولي وو.

ښاغلی اکبري د تیرې پجنشنبې په ورځ جنورۍ ۲۵ (سلواغې پنځم) له نهو ورځو بند څخه وروسته خوشې شو او د ګردش اطلاعات خبري اژانس دوه خبریالان احمدجواد رسولي و عبدالحق حمیدي د جنورۍ په ۲۰ (مرغومې ۳۰) د طالبانو له بند څخه خوشې شوي دي. خو ښاغلی ځواب لاهم د طالبانو په بند کې پروت دی.

همداشان د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې د طالبانو د حکومت له خوا د خبریالانو پر وړاندې پر دغو کړنو باندې اندیښنه ښودلې ده.

دغې ټولنې ویلي: "د رسنیو د کار د دوام لپاره ددغسې اقداماتو دوام د اندیښنې وړ دی او [دغې ټولنې] په پرله پسې ډول د رسنیو د سرغړونو د شکایتونو د ارزونې کمیسیون چې د خبریالانو پر دوسیو د غور مسوولیت ورتر غاړې دی ټینګار کړی چې دا ډول موضوعات په دغه کمیسیون کې د څیړنې وړ دي".

د افغانستان د ټولیزو رسنیو قانون له مخې خبریالان د خپل مسلکي کار په ترسره کولو کې ازاد دي او په کار نه دي چارواکي ورته محدودیتونه را ولاړ کړي او یا یې وګواښوي، بلکې باید د هغوی د کار د خوندیتوب لپاره ورڅخه ملاتړ وکړي.

ددغه قانون له مخې د خبریالانو او رسنیو اړوند ټول شکایتونه باید د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د ارزونې د کمیسیون له لارې تعقیب شي.

که څه د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا کمیسیون جوړ کړی، خو د خبریالانو او رسنیو اړوند اکثره قضیې په دغه کمیسیون کې د غور پر ځای د طالبانو د استخباراتو د ریاست په ادارو کې تعقیب کیږي. خبریالان پرته د وزارت د خبرتیا نیول کیږي او په زندان کې اچول کیږي.

د دې دمخه د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF) په افغانستان کې د طالبانو له خوا د افغان خبریالانو په خپلسر نیولو د لړۍ د بندیدو غوښتنه کړې وه.

دغه سازمان ویلي چې د طالبانو د استخباراتو د ریاست دا اقدمات په افغانستان کې د رسنیو د کمزوري کیدو سبب ګرځي. ار ایس ایف د طالبانو د استخباراتو د ریاست له خوا د افغان خبریالانو نیول د افغانستان د ټولیزو رسنیو د قانون سره په ټکر کې هم ګڼلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG