د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان برید ته د هندي او پاکستاني ستورو غبرگونونه


په پاکستان او هند کې مشهورو کسانو د هند لخوا د پاکستان په بالا کوټ برید ته بیلا بیل عکس العملونه ښودلي دي.‌

په پاکستان د برید خبر لومړی د پوځ ویاند جنرال غفور په خپل ټویټر ورکړ. څو ساعته وروسته هند هم دغه خبر تائید کړ. پاکستان په خپل بیان کې وویل چې هندي الوتکې د پاکستان د سرحد نه راوښتې وې خو د پاکستان هوایي ځواکونو ورته سخت ځواب ورکړ او هغوي په تېښته مجبوره شول.

د هند حکومت بیا ادعا کوي چې په پاکستان کې یې دننه د جیش محمد د ترهگرې ډلې مرکز ویشتلی.

د هند او د پاکستان د حکومت لخوا د دغې برید د اعلان نه وروسته په ټولنیزو رسنیو د دواړو خواوو وگړو مختلف غبرگونونه وښودل. په هند کې ځینې خلکو دغه حمله ستایلې او ځینو بیا د حکومت نه وغوښتل چې د مسلې د حل لپاره دې خبرې وشي.

د هندي ستورو غبرگونونه:

د هند ځینو ستورو هم د خپل عکس العمل ښودلو لپاره ټولنیزې رسنۍ وکارولې.

د هند د کرکټ پخواني مشهور لوبغاړي وریندر سهیواگ د خپلو عسکرو ستاینه وکړه او لیکلي یې دي "ځوانانو، ښه لوبه مو وکړه"

د هند د فلمونو ستوري سلمان خان هم د هند عسکرو ته درناوی وړاندی کړ. هغه ټویټ وکړ:

د هند یوې بلې فلمي ستورې روینه ټنډن په خپل ټویټر ولیکل:

"ډیر ښه سحر دی، زه هغه ١٢ ځوانانو ته سلام وړاندی کوم چې د پلوامه د شهیدانو غچ یې واخیست. زمونږ گاونډي ملک اکثر وایي چې د ترهگرۍ ښکار شویدي. پکار ده هغوي زمونږ نه مننه وکړي."

د هند هغه ستورې چې په پاکستان یې برید وغنده پکې پریټي زینټا هم وه. هغې ولیکل

"د یو ترهگر وژل د ډیرو بیگناه کسانو ژوند ژغورل وي، زه د هند د ځواکونه نه مننه کوم چې د ترهگرو اډه یې په نښه کړه."

د دغو ستورو برسیره اجی دیوگن، محمد کیف، سکندر دهون، راج کمار راو، تمنا بټیا، رجني کانت او نورو هم په لسگونو ستور په پاکستان برید وستایه.

د پاکستاني ستورو غبرگونونه:

له بلې خوا په پاکستان کې د سیاستمدارانو، فعالانو او مبصرینو برسیره ستورو هم په پاکستان برید وغنده او د پاکستان د پوځ نه یې وغوښتل چې هند ته دې سخت ځواب ووایي. ځینو پاکستاني ستورو بیا د سولې هیله څرگنده کړه.

د هند برعکس په پاکستان کې زیاتره ستورو د دواړو حکومتونه نه وغوښتل چې د جنگ د لارې د مسلې نه حل کوي.

د پاکستان د فلمونو مشهوره اداکاره ماهره خان لیکي

"د جنگ نه بل څه زیات بدرنگه نشته. د جنگ هڅونې نه زیاته ناپوهي نشته. خلک دې عقل وکړي. پاکستان دې ژوندی وي."

د پاکستاني فلمونو یو بل ستوری حمزه علي عباسي چې د پاکستان د تح‏ریک انصاف غړی هم دی په خپل ټویټر ولیکل:

"ډیر ښه هند. د تیر ځل د دروغو د سرجیکل برید د ادعا نه زیات ښه ولوبیدئ. دا ځل د هند جټ طیاری پاکستان ته را دننه شوې وې خو د پاکستان هوایي ځواکونو د ځواب نه وروسته وتښتیدلی. اوس پاکستان ته خامخا ځواب ورکول پکار دی."

په هندي فلمونو کې کار کونکي د پاکستان اداکارې ماورا حسین د دواړو خواو نه وغوښتل چې د جذباتو او احساساتو نه کار نه اخلي. هغې په خپل ټویټر ولیکل چې دواړو خواوو ته پکار ده چې انسانانو ته پام وکړي.

د پاکستان پوځ ویلي چې "هند په پاکستان برید کړیدی او اوس دې د پاکستان لخوا یوې حیرانونکي حملې ته انتظار وکړي."

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG