د لاس رسي وړ اتصالات

اماراتو کې بیساري سیلابونه؛ المپیک ته روان هندي پهلوانان بند پاتې دي


یې ساری باران د دوبۍ او اماراتو د نورو برخو سرکونه تر اوبو لاندې کړي.
یې ساری باران د دوبۍ او اماراتو د نورو برخو سرکونه تر اوبو لاندې کړي.

د هند رسنیو د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۸ (وري ۳۰) خبر ورکړ چې ددغه هېواد دوه پهلوانان په متحده عربي اماراتو کې د بې ساري باران او سیلاب په نتیجه کې د دوبۍ په هوايي ډګر کې بند پاتې دي او "په ځمکه ویده کیږي."

د هند ایکسپرس ورځپاڼې وویل چې د پاریس المپیک لوبو کې د ګډون دپاره کاندید پهلوان دیپک پونیا او د هغه همکار سوجیت کالکل د قرغیزستان په پایتخت بیشکک کې د المپیک مقدماتي سیالیو ته روان وو، خو د سه شنبې د ورځې د شدید باران له کبله د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر کې بند پاتې دي.

د ۲۵۹ ملي متره باران چې په تیرو ۱۰۰ کلونو کې یې ساری ندی لیدل شوی، د دوبۍ او اماراتو د نورو برخو سرکونه تر اوبو لاندې کړي، او د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر پروازونه یې ګډوډ کړي دي.

د دوبۍ هوايي ډګر کې بند پاتې مسافر
د دوبۍ هوايي ډګر کې بند پاتې مسافر

په هوايي ډګر کې الوتکې لیدل کیږي چې په اوبو کې ولاړې دي، نږدې ټول پروازونه لغوه شوي او یا یې مسیرونه بدل شوي دي.

د کالکل پلار وویل، د هغه زوی او د هند بل پهلوان هڅه کوي چې د پنجشنبې ناوخته پرواز وکړي او په بیشکک کې د جمعې د ورځې سیالیو ته ځان ورسوي.

هغه وویل: "هغوی په ډیر خراب وضعیت کې دي، په ټرمینل کې پر ځمکه ویده کیږي او ندي توانېدلي چې سم خواړه وخوري."

د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر کې، چې په نړۍ کې ترټول مصروف هوايي ډګر بلل کیږي، زیاتره فعالیتونه بند شوي ځکه چې په سیلاب کې د سرکونو د بندېدو او عامه ترانسپورت د لغوه کېدو له کبله یې کارکوونکي ندي توانېدلي چې خپلو دندو ته حاضر شي.

د هوايي ډګر په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې تقریبا ټول پروازونه لغوه شوي او سفر کوونکو ته لارښوونه شوي چې "د بیړنۍ اړتیا پرته" هوايي ډګر ته له تللو څخه ډډه وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG