د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او پاکستان کې سیلابونو څه باندې ۱۰۰ تنه مړه کړي


په افغانستان او پاکستان کې د هوا پیژندنې او اضطراري چارو د ادارو مسؤلینو سه شنبه اپریل ۱۶ ( وري ۲۸) ویلي چې د شدیدو بارانونو څخه وروسته په سیلابونو او تندر په پیښو کې په دواړو هیوادونو کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه مړه شویدي.

په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د اضطراري چارو ملي ادارې ویاند جانان سایق ویلي چې پدې تیرو څو ورځو کې د سختو ورښتونو له کبله د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې لږ تر لږه ۵۰ تنه مړه شوي، لسګونه ټپي شوي او سلګونه حیوانات هم له منځه تللي دي.

په افغانستان کې د بشري چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د سه شنبې په ورځ ویلي چې ورښتونو تر ۱۰۰۰ ډیر کورونه زیانمن کړي او لږ تر لږه ۲۵ زره هکتاره ځمکه یې لاندې کړې. دې ادارې همدارنګه ویلي چې په بارانونو کې ۱۲ سوه کورنیو ته مالي زیان رسیدلی.

د ملګرو ملتونو په اعلامیې کې ویل شوي چې د خپلو شریکانو سره په ګډه کار کوي چې په ورښتونو کې خلکو ته د زیان په هکله معلومات راټول او د خلکو سره لازمې مرستې وکړي.

په عین حال کې په افغانستان کې د هوا پیژندنې د ادارې مسؤلینو ویلي چې ښایي په راتلونکو ورځو کې په ځینو ولایتونو کې نور باران هم ووریږي.

د افغانستان تر څنګ په ګاونډي هیواد پاکستان کې هم چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې په بارانونو، تالندې، سیلابونو، توپانونو او ځمکې ښویدو په پیښو کې لږ تر لږه ۵۰ تنه مړه شویدي.

پاکستاني چارواکي ویلي چې یوازې د خیبر پښتونخوا او پنجاب په ولایتونو کې ۴۲ تنه مړه شویدي.

د پاکستان د اضطراري چارو د ملي ادارې مسؤلینو د عاجلو خدماتو ادارو ته امر کړی چې د تیار سي په حال کې وي ځکه چې د همدې روانې اوونۍ په پای کې په پاکستان کې د نور باران وریدو اټکل شوی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د اضطراري حالاتو سره د مبارزې ادارې ته امر کړی چې له نورو ایالتونو سره کارونه تنظیم کړي... او په ځپل شویو سیمو کې خلکو ته مواد ورسوي.

تر ټولو زیانمن کېدونکي هغه خلک دي چې د بارانونو له کبله یې کورونه یې زیانمن شوي‌ او دوی اوس په تش میدان کې ژوند کوي، په دوې باندې د برېښنا پریوتو امکان ډېر لیدل کېږي.

پاکستاني مقامات وايي چې د اقلیم بدلون له کبله بې وخت بارانونه او تالنده او برېښناوې کېږي.

پاکستان له دې پلوه اسیپ پذیره هېواد بلل کېږي، په خاص ډول کله چې په دغه هېواد کې د جولاۍ په میاشت کې موسمي بارانونه پیل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG