د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ناامنيو له امله د پولیو ویروس پاتې دی


د روانې عیسوي میاشتې په ۲۴ مه د چهارشنبې په ورځ د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د له منځه وړلو نړیواله ورځ لمانځل کیږي، خو دا ناروغۍ لا تر اوسه په افغانستان کې پاتې ده او سږ کال یې د مثبتو پيښو شمير ۱۶ ته ورسید.

دافغانستان عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت مرستیال ډاکټر ګلاخان ایوب آشنا راډیو ته وویل، چې په ټول هیواد کې هغه سیمې د پولیو ویروس ګواښي چې د پولیو ضد واکسین په کې نه ترسره کېږي.

هغه وایي، د پولیو ویروس چې اوسمهال د نړۍ په کچه په افغانستان کې ژوندی پاتې ، لامل یې ناامني ده او د ناامنۍ له منځه وړلو سره د پولیو ویروس هم له منځه تللی شي، خو د ټولنې همکاري ضروري ده.

هغه وویل"ټولنه دې له موږ سره همکاره شي، که د دوی همکاري موږ سره وي نو موږ کولی شو چې د ویروس مرګونې ناروغي په بشپړه توګه له منځه یوسو، تر دې دمه پورې بدبختانه موږ هیواد کې ۱۶پېښې لرو چې اکثره په جنوبي حوزه کې وجود لري او په هره دوره واکسین کې یو میلیون ماشومان زموږ له واکسینه پاتې کېږي البته په هغو سیمو کې دا ماشومان پاتې کېږي چې هلته نا امني ده".

دکتلوي معافیت مرستیال زیاتوي، په هغو سیمو کې چې ماشومان د پولیو له واکسین څخه بې برخې پاتې کيږي، نو دا ویروس نورو سیمو ته سرایت کوي.

د ختیزو ولایتونو اوسېدونکي وایي، چې دوی د پولیو واکسیناتورانو سره بشپړه مرسته کوي خو د ناامنۍ له امله ډېری مهال واکسیناتوران د دوی لرې پرتو سیمو ته نه ورځي.

د لغمان ولایت اوسېدونکی سیدمعروف وایي، که چیرې د روغتیایي کار کونکو امنیت خوندي وي نو کیدای شي چې واکسین په ښه توګه تطبیق شي.

ده وویل"موږ خو له پخوانه همکاري کوو خو واکسیناتوران هم وېرېږي او هرې سیمې ته دواکسینو لپاره نه ورځي، دولت دې لومړی سیمې امن کړي او بیا دې واکسیناتوران ورولېږي چې هر ماشوم واکسین کړي".

سږکال په افغانستان کې د پولیو ویروس یواځې په هغو سیمو کې پېژندل شوی چې د پر ډیورند کرښې ته نږدېپرتې دي او ویل کېږي چې د یادې کرښې دواړو خواته د خلکو په تګ راتګ سره دا ویروس په همدې سیمو کې ژوندی پاتې دی.

روغتیایي کارکونکي تل په دې ټینګار کوي، چې د پولیو ناروغۍ لپاره لا تر اوسه درمل جوړ شوي نه دي، خو د واکسین دوه څاڅکي کولی شي، چې ماشومان له تلپاتې معلولیت څخه وژغوري.

XS
SM
MD
LG