د لاس رسي وړ اتصالات

په آی پي ال کې د سلیزو نوی ریکارډ جوړ شو- کرکټ


په لومړي ځل آی پي ال کې د سر دوه لوبغاړي سلیزې کوي
په لومړي ځل آی پي ال کې د سر دوه لوبغاړي سلیزې کوي

د هند د کرکټ د پریمیر لیګ په یوې سیالۍ کې د سنرایز حیدراباد د سر دوو لوبغاړو ۱۰۰-۱۰۰ منډې او یا تر دې زیاتې وکړې.

دا د آی پي ال په تاریخ کې لومړی ځل دی چې دوه اپنران، جانتن بېرسټو او ډیویډ وارنر، سلیزې کوي. دوې دواړو دغه سلیزې د یکشنبې په ورځ (مارچ ۳۱) رایل چیلنجر بنګلور په خلاف یوې لوبې کې وکړې.

بېرستو د انګلنډ او وارنر د استرالیا لوبغاړي دي چې په آی پي ال کې له راشد خان او محمد نبي سره په یوې لوبډلې کې لوبیږي.

بېرسټو په ۵۶ توپونو ۱۱۴ منډې وکړې چې ۱۲ څلوریز او اوه شپږیزې په کې شامل وې. ډیویډ وارنر په ۵۵ توپونو ۱۱ مندې وکړې چې پنځه شپږیزې او پنځه څلوریزې په کې شاملې وې.

وارنر تر پایه ونه سوځېده.

البته تر دې مخکې هم په آی پي ال کې سلیزې شوې دي، خو دا لومړی ځل دی چې اوپنران د یوې لوبډلې دوه لوبغاړي سلیزه کوي.

د هند تجارتي سیالۍ هرکال کیږي. دا وارې اته لوبډلې دي. درې افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن هم په دغو سیالیو کې لوبيږي.

XS
SM
MD
LG