د لاس رسي وړ اتصالات

ایران او پاکستان: افغانستان کې ترهګرې ډلې د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ دی


د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي (چپ) او د پاکستان صدراعظم شهبار شریف
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي (چپ) او د پاکستان صدراعظم شهبار شریف

پاکستان ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د درې ورځنې سفر په پای کې، د دواړو هېوادونو مشرانو په یوې ګډې اعلامیې کې، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ.

ددغه اعلامیې په يوه برخه کې، چې د چهارشنبې په ورځ، اپریل ۲۴ (غوايي پنځمه) د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا خپره شوه، ويل شوي: " په افغانستان کې د تروریستي ډلو شتون ته په کتو سره چې سیمې او نړۍ ته يو جدي ګواښ دى، دواړو لورو[پاکستان او ایران] د سیمې او نړۍ د امنیت په برخه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د امنیت د ټېنګښت او د ترهګرۍ پر وړاندې د یوې متحدې جبهې د رامنځته کولو په برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ."

د ایران او پاکستان د مشرانو لخوا پدغه ګډه اعلامیه پداسې حال کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کیږي، چې د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګه چې په افغانستان کې فعاله ده، تل په پاکستان او ایران کې د خونړیو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی. خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي ادعا کوي چې په افغانستان کې داعش ځپل شوی او د دغې ډلې شتون په افغانستان کې "مبالغه" ده.

په ورته وخت کې پاکستان ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (پي‌ټي‌ټي) جنګیالي په افغانستان کې پټنځایونه لري چې له هغه ځایه دوی پر پاکستان د بریدونو پلانونه جوړوي او پلي کوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا تل د اسلام اباد دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د پاکستان حکومت د امنیت په برابرولو کې د خپلې ناکامۍ پړه پر افغانستان اچوي.

د دې اعلامیې له مخې، د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي او د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د "یو سوله ییز، یوموټی، خپلواک او له ترهګریزو ګواښونو او نشه يي توکو له قاچاق څخه د خلاص افغانستان د پرمختګ لپاره ژمنه کړې ده.

اعلامیې د دواړو هېوادونو د مشرانو په حواله ویلي، چې په سیمه کې د امنیت او ثبات د ټېنګښت لپاره همغږي او سیمه ییزې او نړیوالې هڅې اړینې دي. اعلامیه زیاتوي:" په اساسي او بنسټیزو پریکړو کې د افغانستان ټولو قومونو او پرګنو ته ونډه ورکول به په دغه هیواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لامل شي."

ایران چې د سیمې د نورو هېوادونو په څېر یې له طالبانو سره خپل تعامل ساتلی، تل په افغانستان کې د ټولو سیاسي ډلو او توکمیزو اقلیتونو په ګډون د یو ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي.

د رئیسي او شریف په ګډه اعلامیه کې د ایران او پاکستان د پولو د امنیت د ښه والي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د کشمیر او غزې د شخړې د هواري د اړتیا او د اسلامو فوبیا (د اسلام نه ویرې) سره د ګډې مبارزې په اړه هم یادونه شوې ده.

د ایران ولسمشر پاکستان ته له درې ورځني سفر وروسته سریلانکا ته ولاړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG