د لاس رسي وړ اتصالات

پخواني افغان پوځیان: ملګري ملتونه دې په ایران او پاکستان کې زمونږ حضور قانوني کړي


د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د ملاتړ کميټه وايي چې یو شمېر پخواني امنیتي منسوبین چې ایران او پاکستان ته کډه شوي په دغو هیوادونو کې د جبري ایستلو له خطر سره مخ دي، دغې کمیټې د ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې د هغوی د جبري ایستلو مخه دې ونیسي.

دغې کمیټې د یکشنبې په ورځ اپریل ۲۱( ثور دویم) په یوه اعلامیه کې ویلي چې ددې له امله چې د افغان امنیتي ځواکونو پخوانیو منسوبینود طالبانو سره په مخامخ نښتو کې لاس درلود د نورو افغان کډوالو پرتله زیات زیان منونکي دي، خو په تیرو شاوخوا دریو کلنو کې د هغوی وضعیت ته ډیره کمه پاملرنه هم نه ده شوې.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "متاسفانه د افغانستان د پخوانیو پوځیانو خواشنیوونکي وضعیت باوجود، نړیوالو او ملي ادارو هغوی ته ډیره کمه پاملرنه کړې ده او حتی پخواني امنیتي ځواکونو منسوبینو چې د انتقال په بهیر کې یې د نړیوالو ځواکونو سره اوږه په اوږه د تروریزم او د طالبانو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ لیکه کې ولاړ و؛ ډیره کمه ونډه لري.

د دې اعلامیې په اساس طالبانو په افغانستان د خپلې واکمنۍ په دویمه دوره کې پخواني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبین په مختلفو بهانو نیولي، شکنجه، توهین، تحقیر کړي او یو شمیر یې وژلي هم دي.

همداشان په دې اعلامیه کې ویل شوي چې په ایران کې میشتو پخوانیو امنیتي ځواکونو منسوبینو په دغه هیواد کې د نفوسو په سرشمیرنه کې ګډون کړی او له همدې امله چې تهران طالبانو سره خپلې اړیکې نږدې کړي طالبانو ته ددغو پخوانیو پوځیانو د تسلیمۍ ویره شته دی.

د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د ملاتړ کميتې د بشري حقونو د سازمانونو څخه د ملاتړ غوښتنه کړې ده: "مونږ د ملګرو ملتونو څخه غواړو چې د ایران او پاکستان د حکومتونو سره په همغږۍ کې په دغو دوو هیوادونو کې د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د منسوبینو حضور قانوني کیدلو ته زمینه برابره کړي او په دغو هیوادونو کې افغانستان د کډوالو په ځانګړي ډول د پخوانیو پوځیانو پر دوسیو باندې د غور بهیر دې چټک کړي."

همداشان ددغې کمیټې غړو د ایران او پاکستان د حکومتونو څخه غوښتي چې د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د پخوانیو پوځیانو ځورول دې پای ته ورسوي او همداشان یې له هغو هیوادونو څخه چې کډوال مني غوښتي چې هغوی ته دې بشردوستانه ویزې ورکړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "مونږ د پخواني حکومت د پوځي مسوولینو څخه غواړو چې د ایماني او وجداني مکلفیت له مخې دې خپل د سنګر ملګري یوازې نه پریږدي او د پوځي ادارو د ملاتړ له سازمانونو غواړو چې د افغانستان پخواني امنیتي ځواکونو څخه دې د بشري ارزښتونو له مخې ملاتړ وکړي او امن لرونکو هیوادونو ته د هغوی په انتقال کې همکاري وکړي."

دغې کمیټې د پاکستان څخه د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د پخوانیو پوځیانو د جبري ایستلو په اړه دا اندیښې په داسې حال کې څرګندې کړې چې ملګرو ملتونو تمه ښودلې چې د روان ۲۰۲۴ کال د جولاۍ ترمیاشتې کیدای شي چې له پاکستان څخه ۷۲۰ زره د اوسیدانې قانوني اسنادو نه لرونکي کډوال او ۵۰ زره نور په پاکستان کې د (PoR) په نوم کارت لرونکي کډوال به افغانستان ته ستانه شي.

د پاکستان حکومت د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو په ایستلو باندې ټینګار کړی، خو ویلي دي چې په دغه هیواد کې د میشتو د افغانستان د پیژندنې کارتونو (ACC) لرونکو کډوالو د ایستلو کوم پلان نلري.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د زرګونو منسوبینو په ګډون په سلګونو زره افغانان د طالبانو د غچ اخیستلو د اندیښنو له امله ایران او پاکستان ته کډه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG