د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: امریکا له اسرائیل سره د ایران د 'تقریباً ټولو' ډرونونو په وېشتلو کې مرسته وکړه


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن

د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن وايي، امریکايي پوځیانو له اسرائیل سره د ایران د ټولو بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په وېشتلو او نسکورولو کې مرسته کړې ده.

ایران په سوریه کې پر خپلې کونسلګرۍ باندې د اسرائیل د برید په غبرګون کې، شنبه ناوخته په اسرائيل باندې د بې پیلوټه الوتکو او میزایلو بریدونه کړل او دا یې غچ اخیستونکي بریدونه وبلل.

بایډن په یو بیان کې وویل: "د نن ورځې په لومړیو کې ایران او د هغه نیابتي ځواکونو چې په یمن، سوریه او عراق کې فعالیت کوي، د اسرائیل پر پوځي تاسیساتو بې ساري هوايي بریدونه وکړل. زه دا بریدونه په سختو ټکو غندم."

هغه زیاته کړه: "زما په امر او د اسرائیل د دفاع څخه د ملاتړ په خاطر، د متحده ایالاتو پوځ په تیره اونۍ کې سیمې کې بالستیک دفاعي الوتکې او جنګي بیړۍ ځای پر ځای کړې. ددې ځای په ځای کولو او زموږ د پوځیانو په فوق العاده مهارت سره، موږ د اسرائیل سره مرسته وکړه چې نږدې ټول راتلونکي توغندي او ډرون الوتکې نسکورې کړو."

دا په داسې حال کې دي چې یو شمېر رسنیو په بیت المقدس کې د چاودنو او د هوايي بریدونو د خبرداریو د اورېدو خبر ورکړی دی.

دا چاودنې د میزایلو او یا ډرون الوتکو د لګیدلو په وجه دي او یا د هغوی د مخنیوي په خاطر، په دې اړه د اسرائیلي مقاماتو له خوا خبر نه دی خپور شوی.

د اسرائیل په شمال او جنوب او د لویدیځې غاړې د شمال په ګډون په څو ځایونو کې د هوايي بریدونو خبرداريو راپورونه ورکړل شوي، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
بایډن وویل: "سبا به زه د جې-۷ هیوادونو مشران سره راټول کړم چې د ایران د ګستاخه برید په اړه د یو واحد دپلوماتیک غبرګون همغږي کړم. زما ټیم به په ټوله سیمه کې له خپلو سیالانو سره تعامل ولري. او موږ به د اسرائیل له مشرانو سره له نږدې په اړیکه کې اوسو."

بایډن زیاته کړه چې هغه د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره خبرې کړې ترڅو د اسرائیل امنیت ته د "امریکا اوسپنېزه ژمنه بیا تائید کړي".

هغه وویل: "ما ورته [بینامین نتیاهو ته] وویل چې اسرائیل د خپلې دفاع او حتی د بې ساري بریدونو د ماتولو لپاره د پام وړ وړتیا وښودله او خپلو دښمنانو ته یې یو واضح پیغام ولیږه چې دوی نشي کولی د اسرائیل امنیت په مؤثره توګه وګواښي."

هغه ویلي دي چې د ایران لخوا پر امریکايي ځواکونو یا تاسیساتو برید نه دی شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG