د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا روسیه په اوکراین کې د 'کیمیاوي وسلو' په کارولو تورنه کړه


امریکا وايي روسیې د کیمیاوي وسلو د کنوانسیون څخه سرغړونه کړې
امریکا وايي روسیې د کیمیاوي وسلو د کنوانسیون څخه سرغړونه کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت روسیه تورنه کړې چې د اوکراین ځواکونو په ضد یې کیمیاوي وسلې استعمال کړې او دا د 'کیمیاوي وسلو کنوانسیون' څخه سرغړونه ده. امریکا د مسکو په ضد نوي بندیزونه هم اعلان کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ مۍ لومړۍ (حمل ۱۱) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې روسیې په جګړې کې د «کلروپیکرین کیمیاوي مادې» ترڅنګ، د بلوا ضد ماده (اوښلن ګاز) هم کارولي چې دا هم د 'کیمیاوي وسلو کنوانسیون' خلاف عمل دی. وايي دا کار یې د جګړې د تګلارې په توګه کړی.

د دغه وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې روسیې ځواکونو ځکه دا کار کړی چې «د جګړې په ډګر کې اوکرایني ځواکونه له خپلو قوي مورچلونو په شا کړي‌ او تکتیکي لاس ته راوړنې» ولري.

په واشنګټن ډي سي کې د روسیې له سفارت څخه په دې اړه پوښتنه شوې،‌ خو د اوس لپاره یې په دغې مسئلې باندې له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

کلروپیکرین یو کیمیاوي عامل دی چې د «کیمیاوي وسلو د ممانعت سازمان» یې په کارولو بندیز لګولی دی. دا سازمان په ۱۹۹۳ کال کې د کیمیاوي وسلو د کنوانسیون د نظارت او تطبیق لپاره جوړ شوی دی.

د جرمني ځواکونو په لومړۍ نړیوالې جګړې کې دا مواد د ایتلاف ځواکونو په خلاف استعمال کړي وو. د همدې میاشتې په سر کې د رویټرز خبري اژانس د اوکراین ځواکونو په قول لیکلي وو چې روسیې ځواکونو په جګړې کې د بغاوت ضد اوښلن ګاز کارولی او د اوکراین لویدیځ کې یې د پرمختګ لپاره فشارونه هم زیات کړي دي.

اوکرایني ځواکونو همدغه راز ادعا کړې چې روسیې په جګړې کې د «سي اس او سي ان» ګازي موادو څخه ډګ لاسي بمونه هم کارولي. په راپور کې ویل شوي دي چې حداقل ۵۰۰ اوکرایني عسکر د زهري موادو د تنفس کولو له کبله بستر شوي او اوښلن ګاز د یو عسکر ساه بنده کړې او وژلی یې دی.

د بلوا ضد پولیس او سرتېري معمولآ په اعتراضي غونډو کې اوښلن ګاز کاروي، ولسي اعتراض کوونکي له ګازو تښتېدای شي، خو سرتېري د جګړې په ډګرونو کې په خپلو مورچلونو ناست وي او ماسکونه هم نه لري چې خولې او پوزې بندې کړي او مجبوري دي چې یا به دا مواد تنفس کوي ‌او یا به د دښمن تر مرمیو لاندې تښتي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په دې اړه به کانګرس ته خپله پرېکړه سپاري.

د وزارت اعلامیه وايي د مسکو له لوري د ګازو استعمال هماغه کار دی چې د مړه شوي مخالف سیاستوال الیکسي نوالني او تر هغه مخکې د سرګې سکريپال او د هغهد لور یولیا سره یې کړی و. روسیې په دغو دواړو قضیو کې لاس لرل رد کړي.

په روسیې نوي بندیزونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دریو هغو شرکتونو یې بندیزونه لګولي دي‌ چې د مسکو د کیمیاوي او بیولوژیکي پروګرامونه سره تړلي دي. په دې کې هغه متخصصه پوځي څانګه هم شامله ده، چې د اوکراین ځواکونو په ضد یې د کلروپیکرین کارول یې اسان کړي دي.

اعلامیه وايي څلور هغه روسان چې دا شرکتونه یې حمایت کوي، هم په دغو بندیزونو کې شامل دي. د بندیزونو په اساس، په متحدو ایالتونو کې د دغو حکمي او حقوقي شخصیتونو ټول ملکیتونه به ګنګل کېږي او امریکایان اجازه نه لري چې له هغوی سره سوداګري او معاملې وکړي.

په همدې حال کې د امریکا د خزانې وزارت ويلي چې په دریو شرکتونو او دوو افرادو، چې د روسیې پوځي تاسیساتو ته یې د مادو په اخیستلو کې چې د مسکو د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو په پروګرام کې دخېل دي، هم بندیزونه لګوي دي.

دا ټول د واشنګټن د نویو بندیزونو لړۍ ده چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله یې په مسکو لګولي دي.

د کیمیاوي‌ وسلو کنوانسیون د کیمیاوي وسلو په استعمال او تولید بندیز لګولی دی. دا کنوانسیون د ۱۹۳هېوادونو څخه، چې دا کنوانسیون یې تصویب کړی، غواړي چې د منع کړل شویو کیمیاوي موادو زېرمې ویجاړې کړي. په دغو هېوادونو کې امریکا او روسیه هم شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG