د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه‌یي له اسرائیل څخه د غچ اخیستلو ګواښ وکړ


د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه يي د کوچني اختر د لمانځه وروسته په وینا کې وویل چې اسرائیل به د ایران پر کونسلګرۍ د برید "سزا وویني."
د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه يي د کوچني اختر د لمانځه وروسته په وینا کې وویل چې اسرائیل به د ایران پر کونسلګرۍ د برید "سزا وویني."

د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه یي د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۰ (وري ۲۲) یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې اسرائیل به په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ باندې د برید او د دوو جنرالانو په ګډون د سپاه انقلاب د اوو افسرانو د وژلو "سزا وویني."

خامنه يي په پایتخت تهران کې د کوچني اختر له لمانځه وروسته په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل: "دغه ناوړه رژیم په دې برخه کې تېروتنه کړې ده، باید سزا ورکړل شي او سزا به وویني."

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاتز په چټکۍ سره په ایکس ټولنیزه شبکه کې په فارسي ژبه د یو بیان په خپرولو سره د خامنه يي څرګندونو ته غبرګون وښود.

هغه وویل: "که ایران له خپلې خاورې برید وکړي، اسرائیل به ځواب ورکړي او پر ایران به برید وکړي."

خامنه يي وویل چې د اپریل د لومړۍ نیټې برید، چې د سوریې په پلازمینه کې د ایران د کونسلګرۍ پنځه پوړیزه ودانۍ یې ونړوله، د دپلوماتیکو مراکزو د خوندیتوب دپاره د نړیوالو تړونونو خلاف عمل و.

هغه وویل: "په کوم هېواد کې کونسلګرۍ او د سفارت دفترونه د هغه هېواد خاوره ده. کله چې دوی زموږ پر کونسلګرۍ برید وکړ، دا پدې معنی ده چې دوی زموږ په خاوره برید کړی دی."

د خامنه يي ترڅنګ نورو جګپوړو ایراني چارواکو هم د دغه برید د غچ اخیستو خبرداری ورکړی دی چې مسئولیت یې په پراخه کچه پر اسرائیل اچول شوی دی.

د خامنه یي یو جګپوړي سلاکار یحیی رحیم صفوي د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د اسرائیل سفارتونه "نور خوندي نه دي."

اسرائیل تیره اونۍ وویل چې د ایران د غچ اخیستنې له ګواښونو وروسته خپل دفاعي ځواک پیاوړی کوي او د جنګي قطعاتو لپاره رخصتي ځنډوي.

ایران اسرائیل په رسمیت نه پیژني او دواړه هیوادونه له کلونو راهیسي پر یو بل باندې لفظي بریدونه کوي.

ایران تور لګوي چې اسرائیل د تهران د اټومي پروګرام پر ضد د تخریبي بریدونو او وژنو د څپې تر شا لاس لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG