د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران ولسمشر د اړیکو رغولو لپاره پاکستان ته تللی


د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي (چپ) او د پاکستان صدراعظم شهباز شریف
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي (چپ) او د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۲ (غوايي درېمه) په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره وکتل او د دې کال په پیل کې د یو او بل پر خاوره له بریدونو وروسته یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو رغولو په اړه خبرې وکړې.

د شهباز شریف دفتر وویل چې دواړو مشرانو د سوداګرۍ او نورو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په برخه کې "ګټور بحثونه" وکړل او همدارنګه یې "د ترهګرۍ سره د مبارزې د پاره د دواړو هیوادونو د ګډو هلو ځلو پر اړتیا موافقه وکړه."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له رئیسي سره د بهرنیو چارو د وزیر اسحاق ډار د لیدنې عکسونه خپاره کړي. د وزارت په یو بیان کې ویل شوي چې دواړو مشرانو "د سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړې او د سولې او رغنده خبرو اترو لپاره یې ژمنتیا تائید کړه."

اسلام اباد ته له تګ وړاندې رئیسي ویلي وو چې "د پاکستان له حکومت سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي مسایلو په اړه خبرې اترې وکړي."

دا درې ورځنی سفر په داسې حال کې کیږي چې ایران او پاکستان د جنورۍ په میاشت کې د یو او بل پر خاوره د توغندیو خونړي بریدونه وکړل.

تهران په پاکستان کې دننه د یوې ایران مخالفې ډلې پر ضد لومړی برید وکړ، چې اسلام اباد یې په ځواب کې په ایران کې دننه د "وسلوالو هدفونه" په نښه کړل. دواړو هیوادونو تر دې وړاندې هم پر یو بل باندې تور لګولی چې په سرحدي سیمو کې وسله والو ته پټنځایونه ورکوي.

د پاکستان پخوانۍ ډپلوماتې او د بهرنیو چارو شنونکې، ملیحه لودهي وویل، د رئیسي سفر "د اړیکو د بیرته پیلولو او د هغه زیان د رغولو د پاره یو فرصت دی چې په جنوري کې پېښ شوی و."

لودي وویل: "یوه مهمه ننګونه د پولې مدیریت دی، ځکه چې د پاکستان-ایران پولې دواړو غاړو ته وسله وال شته، نو دا سفر ممکن په دې اړه یو څه پرمختګ رامنځته کړي."

د جنورۍ په وروستیو کې اسلام اباد ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سفر د دې لامل شو چې دواړه خواوې د خبرو اترو د ښه کولو او د ارتباطي افسرانو د ګمارلو ژمنه وکړي.

د امنیتي چارو کارپوه قمر چیمه وویل، د رئیسي سفر د ګاونډیو ترمنځ د "بې باورۍ" کمولو هڅه ده. هغه زیاته کړه: "خو دا لیدنه په سوداګریزو اړیکو کې هم د پام وړ ده. موږ د سرحدونو په مدیریت کې د راتلونکو پرمختګونو او د نورې رسمي سوداګرۍ په لور د لیږد وړاندوینه کوو، چې په دې توګه د سرحدي سیمې په اوږدو کې د غیر رسمي تجارت او قاچاق مخه نیسي."

رئیسي وویل چې د دې سفر هدف د هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ وده هم ده چې دا مهال په کال کې شاوخوا ۲.۵ میلیارد ډالرو ته رسیږي.

پاکستان همدارنګه د بریښنا د کمښت د کړکیچ د حل لپاره چې ددغه هېواد اقتصادي وده یې زیانمنه کړې ده، له ایران سره د ګازو د یوې ګډې پروژې په اړه فکر کوي.

تهران د دغه ۱۸۰۰ کیلومتره اوږد پایپ لاین خپله برخه جوړه کړې چې هدف یې د کراچۍ ښار ته څېرمه له نوابشاه سره د ایران د جنوبي پارس د ګاز لرونکې سیمې نښلول دي.

د پاکستان سرپرست حکومت د فبرورۍ په میاشت کې ددغه پایپ لاین د ۸۰ کیلومتره برخې جوړول تصویب کړل ترڅو په پروژه کې د اوږد ځنډ له امله ایران ته د تاوان له ورکولو ډډه وکړي.

واشنګټن خبرداری ورکړی چې دغه پایپ لاین پروژه پر ایران له لګول شویو بندیزونو سرغړونه کولی شي او که پرمخ ولاړه شي نو پاکستان به هم له بندیزونو سره مخامخ شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG