د لاس رسي وړ اتصالات

ایران له اسرائیل څخه د دمشق د برید د قوي غچ اخیستلو ګواښ کړی


ایران وايي په دمشق کې په خپلې کونسلګرۍ باندې به د برید غچ اخلي
ایران وايي په دمشق کې په خپلې کونسلګرۍ باندې به د برید غچ اخلي

ایران د سه شنبې په ورځ اپریل دویمه (حمل۱۴) ګواښ وکړ چې د سوریې په مرکز دمشق کې د ایران په کونسلګرۍ باندې به د اسرائیل برید ته قوي ځواب ووايي.

په دغه برید کې د ایران د سپاه پاسداران اووه تنه ووژل شول چې دوه یې جنرالان دي او د کونسلګرۍ پنځه پوړیزه ودانۍ له خاورو سره خاورې شوه.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي‌ خامنه یي ویلي دي چې اسرائیل ته به سزا ورکوي. هغه په خپل رسمي ویبسایټ کې لیکلي دي چې د اسرائيل «رژیم به زموږ د زړورو سړیو په لاس سزا وویني. موږ به یې په دې جرم او نورو جرمونو پښیمانه» کړو.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي دا برید غندلی او هغه یې «د نړیوالو اصولو څخه ښکاره سرغړونه» بللې ده. د رئیسي په رسمي ویبسایټ کې لیکل شوي دي چې اسرائيل په مخامخ مقاومت او جګړې کې له پرلپسې ماتو وروسته، «د ځان ژغورلو په هڅه کې ړندو ترورونو ته» مخه کړه.

په دغه برید کې د ایران د سپاه پاسدران اووه غړي وژل شوي دي چې دوه یې لوړ پوړي مشران محمد رضا زاهدي او محمد هادي حاجي رحیمي دي.

په بریتانیا کې مېشته د سوریې د بشري حقونو څار ډله وايي چې په برید کې «اته ایرانیان، دوه سوریایان او یو لبنانی وژل شوي دي- - ټول جنګیالي » وو. په سوریې کې د ایران سفیر ویلي دي چې برید د اسرائيل اف-۳۵ جټ کړی او شپږ میزایل یې په کونسلګرۍ توغولي.

خو اسرائيل تر دې دمه د دغه برید په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

په همدې حال کې ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د سویس دپلوماتان احضار کړي او د برید په اړه یې ورته خپله غوصه او خپل اعتراض څرګند کړی دی. سویس په ایران کې د امریکا، چې د اسرائیل کلکه ملاتړې ده، د ګټو ساتنه کوي.

وزیر امیر عبداللهیان په خپل ایکس کې لیکلي دي چې امریکا هم په دغه برید کې مسئوله ده او د سویس د دپلوماتانو په لاس یې «د صهونیست رژیم په اړه امریکا ته مهم پیغام انتقال» کړی دی. سره له دې چې ځینو امریکايي چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې واشنګټن په دغه برید کې د خېل نه دی او نه هم مخکې له مخکې یې په اړه معلومات درلودل.

د برید غندنې

چین په دمشق کې د ایران په کونسلګرۍ برید غندلی دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبن ویلي دي: «د دپلوماتیکو بنسټونو امنیت باید تر پښو لاندې نه شي او د سوریې حاکیمت، ځمکنۍ بشپړتیا او استقلالیت ته باید درناوی وشي.»

د عراق د بهرنیو چارو وزارت هم دا برید غندلی، هغه یې«د نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه» بللې او په سیمه کې یې د «نور کړکیچ او نورې بې ثباتۍ خبرداری» ورکړی دی.

روسیې بیا د اسرائیل هوايي ځواکونه ګرم بللي او دا برید یې د «نه منلو وړ بللی» دی.

د حزب الله او حماس ډلو هم دا بریدونه غندلي او د غچ اخیستو ګواښونه یې کړي دي.

روسیې د امنیت شورا غونډه بللې ده چې نن سه شنبه په دې اړه بحث وکړي.

د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس جنګیالیو په اسرائیل باندې بریدونه وکړل او د مقاماتو په وینا یې ۱۱۶۰ تنه یې ووژل. اسرائیل له هماغې راهېسې په غزې کې عملیات پیل کړې دي چې د حماس تر کنترول لاندې د عامې روغتیا د وزارت په وینا تر دې دمه په کې تقریبآ ۳۳۰۰۰ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي. د دغې جګړې له کبله په سیمه کې هم نا امني زیاته شوې ده.

د دغه راپور معلومات د فرانس پرس اژنس له راپور څه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG