د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ته د ایران غیر نفتي صادرات څه باندې ۱.۷ میلیارد ډالرو ته رسیدلي- مقامات


s
s

یو ایراني حکومتي چارواکي ویلي چې د تیر لمریز په ۱۲ میاشتو کې افغانستان ته ددغه هیواد د غیر نفتي توکو د صادراتو کچه یو میلیارد او ۸۷۱ میلیونو ډالرو ته رسیدلې ده.

په افغانستان کې د ایران د سوداګرۍ سلاکار حسین روستايي د ایران د صدا او سیما خبري اژانس ته ویلي چې په تیر۱۴۰۲ لمریز کال کې افغانستان ته د ایران د غیرنفتي توکو په صادراتو کې د وړم کال پرتله ۱۳.۶ فیصده زیاتوالی راغلی و.

حسین روستايي د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د پلاو سفرونه، په سرحد کې اسانتیاوې، د دواړو هیوادونو د سرحدي ګمرګونو د کاري ساعتونو زیاتیدل، په تهران کې د دواړو هیوادود ګډ اقتصادي کمیسیون غونډه او په کابل، تهران، هرات او مشهد کې تجارتي نندارتونونو جوړیدل د ایران د غیر نفتي توکو د صادراتو د زیاتیدو په عواملو کې یاد کړل.

همداشان دغه ایراني چارواکي په هرات کې د ایران د صادراتي توانمندۍ د ځانګړي نندارتون جوړیدل، له ۵۰۰ څخه د زیاتو نندارتونونو د جوړونکو د پلاو سفرونه او د ایران د صادراتي توکو ښه کیفیت د ایراني توکو د صادراتو د زیاتیدو د عواملو په توګه یاد کړل.

د ایران د سوداګریزو چارو سلاکار ویلي چې په تیرو څلورو کلنو کې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د غیر نفتي توکو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی.

هغه ویلي، طبیعي ګاز، سپک او درانه هیډروکاربونونه، اوسپنه، فولاد، خوراکي توکي، سابه او ترکاري او سمنټ افغانستان ته د ایران په مهمو صادراتي توکو کې شامل وو.

ددې دمخه د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي وو چې د پاکستان حکومت د ځینو سختو پالیسو له امله افغان سوداګر تر ۷۰ فیصدو پورې ترانزیټي سوداګري د پاکستان د لارې پر ځای د ایران له لارې کوي.

په عین وخت کې د ایران د صدا او سیما خبري اژانس ویلي چې د دغه هیواد او افغانستان لوړپوړې چارواکي د دواړو هیوادونو ترمنځ تر پنځه میلیاردو ډالرو پورې د سوداګریزې راکړې ورکړې کچې د لوړیدو لپاره هدف ټاکلی دی.

ایراني چارواکو اټکل کړی چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال ترپایه به افغانستان سره ددغه هیواد د سوداګرۍ کچه درې میلیاردو ډالرو ته ورسیږي.

د نړیوال بانک د یو راپور پر اساس د تیر۲۰۲۳ کال راهیسې د افغانستان د وارداتو کچه مخ په زیاتیدو ده، چې یوازې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په میاشت کې ددغه هیواد د وارداتو کچه ۸۳۰ میلیونو ډالرو ته رسیدلې ده.

د دغه بانک د جنورۍ د میاشتې په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د ټولو وارداتو ۳۲ فیصده توکي له ایران څخه دغه هیواد ته وارد شوي دي.

ددې وړاندې نړیوال بانک په یو راپور کې ویلي و چې افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې د ۱.۹ میلیاردو ډالرو په ارزښت توکي صادرکړي او ۷.۸ میلیاردو ډالرو په ارزښت توکي یې وارد کړي وو.

نړیوال بانک ویلي چې د افغاسنتان د صادراتو پرتله د وارداتو کچه خورا زیاته ده چې ددغه هیواد د سوداګرۍ د بیلانس د زیات کسر سبب شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG