د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي اتحاد کردانو ته د وسلو په ورکړې غور کوي


د کردانو ټانګونه د داعش پر جنګیالیو ډزې کوي .
د کردانو ټانګونه د داعش پر جنګیالیو ډزې کوي .

په داسې حال کې چې کردان په عراق کې د ترهګرو پر ضد جنګیږي د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې په ورځ د اګست ۱۵ کردانو ته د وسلو ورکولو په اړه د یوې ګډې پرېکړې په مقصد غونډه وکړه.

دغه اقدام عراقیانو ته چې د اسلامی دولت داعش د ملیشو پر ضد جنگیږي، د نورو نړیوالو مرستو د ترلاسه کولو لامل ګرځېدلی شي.

د داعش ملېشو د عراق په شمال لویدیځ کی زیاتې برخې نیولي دي.

اروپایی اتحادیه کې لا دغه توافق نه شته چې ددې کړکیچ چاره څنگه وکړي؟ د برتانیا او فرانسې په ګډون ځینې هېوادونه په امریکا پسې روان دي چې کردي ځواکونو ته وسلې ورکړي، خو د جرمني په ګډون بیا ځینې نور هېوادونه زړه نا زړه دی چې په دغه کړکیچ کې ور ګډ شي که نه؟

په بروګسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانوله غونډې وړاندې په عراق کې لومړي وزیر نوري المالکي د نړیوالو فشارونو په نتیجه کې چمتو شو چې ووايي دنده پرېږدي او د خپل نومول شوي ځای ناستي ملا تړي.

ښاغلی مالکي چې شیعه مذهبه دی، په دې تورن شوی چې و یې نه شو کولی د عراق سونیانو، کردانو او شیعه ټولنو تر منځ په تېرو اتو کلونو کې یوالی راولي
ښاغلی مالکي چې شیعه مذهبه دی، په دې تورن شوی چې و یې نه شو کولی د عراق سونیانو، کردانو او شیعه ټولنو تر منځ په تېرو اتو کلونو کې یوالی راولي

نوموړي د عراق پر ملي تلویزون خپله پرېکړه اعلان کړه « د عراق قدرمنو خلکو، زه تاسو ته وایم چی زه هېڅ مقام او څوکۍ نه غواړم، خو زما غټ مقام ماته ستاسو باور دی چې پر ما یې لرﺉ،او نن زه ستاسو په مخ کی دا خبره کوم د دې لپاره چې پدغه سیاسي بهیر کې اسانتیاوې راشي او نوی حکومت جوړ شي، زه د خپلې کاندیدۍ نه د خپل دغه وطندار ښاغلي حیدر العبادي لپاره تېرېږم، او دا کار ددې لپاره کوم چې د ملک گټه په کې وینم.»

د عراق نوي جمهور رئیس فواد معصوم د اګست په ۱۱ ښاغلی بعدي نومولی ؤ.

ښاغلی مالکي چې شیعه مذهبه دی، ډیر ژر د بین المللی ټولنې ملاتړ د لاسه ورکړ، او په دې تورن شو چې ویې نشو کړای په تیرو اتو کلونو کې د عراق د سونیانو، کردانو او شیعه ټولنو تر منځ یوالی راولي.

سپینې ماڼې د اګست په ۱۴ دغه سیاسي پرمختګ او له العبادي څخه د ښاغلي مالکي د ملاتړ اعلانول وستایل او هغه یی په دغه هېواد کې د یووالي لپاره یو بل غټ گام وباله.

د ملگرو ملتونو عمومی منشې، بان کې مون هم همدغه راز دغه پرېکړه وستایله او په یوې اعلامیې کې یې ویلي چې د یو پراخ بنسټه حکومت جوړېدلو ته سترگې په لار دی.

XS
SM
MD
LG