د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل په لویدیځه غاړه کې د پراخو ځمکو د نیولو خبر ورکړ


اسرائيل په ۱۹۶۷کال کې کې لویدیځه غاړه اشغال کړه او اوس هلته‌۴۹۰زره اسرائیلیان ژوند کوي، چې د نړیوالو قوانینو په اساس، غیر قانوني‌ګڼل کېږي.
اسرائيل په ۱۹۶۷کال کې کې لویدیځه غاړه اشغال کړه او اوس هلته‌۴۹۰زره اسرائیلیان ژوند کوي، چې د نړیوالو قوانینو په اساس، غیر قانوني‌ګڼل کېږي.

اسرائیلی چارواکو د جمعې په ورځ، مارچ ۲۲ ‌(وري دریمه) د اردن د سیند په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې د ۸۰۰ هکتاره ځمکې د نیولو څخه پداسې حال کې خبر ورکړ، چې د بشري حقونو فعالانو د اسرائیل دغه اقدام په تیرو څو لسیزو کې بیساری بللی دی.

بلخوا د اسرائیل د مالیې وزیر بزالل سموتریچ، د اردن په شمالي سیمه کې دغه نیول شوي ځمکې پداسې حال کې "د دولتي ځمکو" په توګه اعلان کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په غزې کې 'د سمدستي اوربند' د خبرو لپاره پلازمینه تل ابیب ته رسیدلی دی.

په ورته وخت کې د اسرائیل لپاره د ښارګوټو جوړلو د څار ادارې (Peace Now) ویلي چې په ۱۹۹۳م کال کې د اوسلو له تړون وروسته دا تر ټولو لويه سیمه ده چې د اسرائیل خوا نیول کیږي.

اسرائيل په ۱۹۶۷کال کې لویدیځه غاړه اشغال کړه او اوس هلته‌۴۹۰زره اسرائیلیان ژوند کوي، چې د نړیوالو قوانینو په اساس، غیر قانوني‌ګڼل کېږي.

د اسرائیل د مالیې وزیر وویل: "په داسې حال کې چې په اسرائیل او نړۍ کې ځینې داسې کسان شته دي چې د 'یهودو او سامریه' په سیمه او په ټولیزه توګه په اسرائیل کې زموږ حق کمزوری کولو هڅه کوي. خو موږ به په ټول هیواد کې د زیار او د سټراتیژیک تګلارې پر مټ د ښارګوټو جوړولو ته ادامه ورکړو."

د نړیوالو قوانینو له مخې د اسرائیل له خوا د فلسطین په خاوره کې د ښارګوټو جوړول غیر قانوني دي.

د اسرائیل د مالیې وزیر چې د یو ښي اړخه مذهبي ګوند مشري کوي، د اشغال شوې غاړی په یو ښارګوټې کې ژوند کوي.

همدارنګه د نړیوالو مخالفتونو سره سره، اسرائیل پدې تیرو څو لسیزو کې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د میشت کیدو لس ګونه ښارګوټي جوړ کړي. داسې ویل کیږي چې اسرائیل په همدې سیمو کې څه باندې ۴۹۰ زره اسرائیلیان د نږدې ۳ ملیون فلسطینیانو سره ګډ میشت کړیدي.

دا پداسې حال کې دی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر جمعه مارچ اتمه (کب ۱۸) خبردرای ورکړی چې د فلسطینیانو په اشغال شویو سیمو کې د ناقلو یهودانو لپاره د ښارګوټو جوړول "جنګي جنایت" بلل کیدی شي او د فلسطیني دولت هر ډول احتمال د خطر سره مخ کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر، ولکر ترک په یو راپور کې چې د بشري حقونو شورا ته یې سپارلی، ویلي چې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې پداسې حال کې په غیر قانوني توګه د اسرائیل لخوا د ودانیو جوړیدل چټک شوي چې په غزې کې د حماس – اسرائیل تر منځ جګړه پرته له ځنډه روانه ده.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم ویلي چې د اسرائیل لخوا د ښارګوټو او نورو کورونو جوړول د فلسطینیانو سره دوامداره سولې رسیدو لپاره غیر ګټور دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG