د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سناتوران د فلسطیني دولت جوړېدو لپاره 'زړور اقدامات' غواړي


د دغو ۱۹ سناتورانو مشر ټام کارپر دی
د دغو ۱۹ سناتورانو مشر ټام کارپر دی

د متحدو ایالتونو یو شمېر دموکرات سناتورانو نن چهارشنبه مارچ ۲۰ (حمل لومړۍ) په یو لیک کې له ولسمشر جوبایډن څخه غوښتي دي چې د فلسطیني دولت د جوړېدو لپاره «زړور اقدامات» وکړي.

د دغو ۱۹ سناتورانو مشر تام کارپر دی، دوی وايي د منځني ختیځ کړکیچ داسې یو حد رسېدلی دی چې دوی د متحدو ایالتونو له مشرتابه څخه غواړي چې د فلسطینیانو او اسرائیل ترمنځ د خبرو د فرصت برابرولو څخه زیات اقدام وکړي.

په دغه لیک کې راغلي دي: «په همدې توګه موږ د بایډن له حکومت څخه غواړو چې د زړور او علني چوکاټ په جوړولو سره په لویدیځه غاړه او د غزې په تړانګې کې د یو فلسطیني هېواد د جوړېدو لپاره لازمي مراحل مشخص کړي.»

دغو سناتورانو ویلي دي چې فلسطیني دولت به مستقل وي، پوځي به نه وي، د اسرائیل دولت به په رسیمت پیژني او د حماس ډله به ردوي. د دغو دموکرات سناتورانو ډلې همدغه راز د سولې د یو ابتکار غوښتنه هم کړې چې په اساس به یې اسرائيل د سیمې له هېوادونو سره وصل شي.

امریکا له پخوا راهېسې هلې ځلې کوي چې له سعودي عربستان سره د اسرائيل روابط عادي شي او ویل کېږي چې ریاض ته د سفر په مهال به د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له سعودي مقاماتو سره په دې مسئلې خبرې هم کوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د اسرائیل کلک ملاتړي او په سنا کې د دموکراتانو د اکثریت مشر په غزې کې د اسرائيل د صدر اعظم بینیامن نتنیاهو د عملیاتو په څرنګوالي ‌انتقاد وکړ او په اسرائيل کې یې د نویو انتخاباتو غوښتنه وکړه.

بایډن او بلینکن په وار وار د منځني ختیځ د شخړې د حل لپاره د دوو دولتونو-فلسطيني او اسرائیل- په جوړېدو ټېنګار کړی دی. خو نتنیاهو او د هغه ښي اړخ حکومت د دغه وړاندیز مخالف دي.

دغو دموکرات سناتورانو دا خبره هم کړې ده چې د دوو دولتونو د جوړېدو په اړه د نتنیاهو په مخالفت هم خواشیني دي. په دغه لیک کې د چک شومر نوم نشته، خو هغه د دغه لیک او دوو مستقلو دولتونو د ایجاد پلوی دی.

د اسرائیل صدراعظم له جمهوریت غوښتونکو امریکایي استازو سره نژدې روابط لري. د استازو خونې مشر مایک جانسن نن ویل چې له نتنیاهو سره یې اوږدې خبرې وکړې او د چک شومر د څرګندونو په اړه یې خپل مخالفت څرګند کړ.

د اسرائيل مقامات وايي چې د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس په بریدونو کې ۱۱۶۰ اسرائیلیان ووژل شول، چې اکثریت یې ولسي خلک وو. د اسرائیل پوځ همدغه راز ویلي چې په دغې جګړې کې یې ۲۵۰ سرتېري هم وژل شوي دي.

په غزې کې د حماس تر کنترول لاندې عامې روغتیا وزارت وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې تر دې دمه تقریبآ ۳۲۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG