د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند په هکله خبرې نن په قاهره کې پیل شوې


د مصر القاهره نیوز تلویزیون شنبه مارچ ۳۰ ( کب ۱۱) په یو راپور کې د امنیتي سرچینې په حوالې ویلي چې ټاکل شوې د اسرائیل – حماس تر منځ د اوربند په هکله تازه خبرې یکشنبه د دې هیواد په مرکز قاهرې کې پیل شي.

د اسرائیل یو چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې یو پلاوی به یې پدې خبرو کې د ګډون لپاره قاهرې ته ولاړ شي خو بل پلو بیا د حماس ډلې ویلي دیته انتظار کوي چې د مصري منځګړو او اسرائیل تر منځ خبرې څه نتیجه ورکوي.

مصر او قطر پدې خبرو کې منځګړتوب کوي او غواړي چې په غزې کې د شپږو اوونیو لپاره اوربند د حماس ډلې خوا د ۴۰ برمته شویو کسانو خوشې کیدو په بدل کې عملي کړي .

ویل کیږي چې لا هم شاوخوا ۱۴۰ اسرائیلیان د حماس سره بندیان دي چې ګمان کیږي ځینې یې مړه شوي هم دي.

د حماس ډله غواړي چې د اوربند په هکله هر ډول موافقه ددې سبب شي چې اسرائیلي ځواکونه په بشپړې توګه له غزې ووځي خو اسرائیل بیا د حماس دا غوښتنه رد کړې او وایي چې د حماس نظامي او حکومتدارۍ وړتیا له منځه وړلو لپاره به جګړه بیا پیل کړي.

د حماس ډله همدارنګه غواړي چې د اوربند موافقې له مخې زرګونه فلسطنیان چې د غزې له شمال څخه د جګړو له کبله ددې تړانګې نورو سیمو ته کډه شوي، بیرته ا جازه ورکړل شي چې خپلو مېنو ته ستانه شي.

د اسرائیل د حکومت یو چارواکي ویلي چې د ځینو کسانو بیرته ستنیدو ته به اجازه ورکړي خو پدې هکله یې جزیات ندي ورکړي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو تیره ورځ د حماس ډلې سره د اوربند کیدو لپاره د خبرو تازه پړاو منظور کړ.

نتنیاهو چې د برمته شویو کسانو خوشې کیدو کې د پاتې راتګ له کبله په کور دننه د فشار سره مخ دی، ویلي چې د اسرائیل مرکچیانو سره یې خبرې کړي او اجازه یې ورکړې چې په قطر او مصر کې د اوربند په خبرو کې برخه واخلي.

د تېر کال د اکتوبر د میاشتې په اوومه نېټه د حماس ډلې له بریدونو وروسته د غزې په تړانګه د اسرائیلي ځواکونو غچ اخیستونکي بریدونه پیل شول، اسرائیلي چارواکو په تېره بیا د دغه هېواد صدراعظم بنیامین نتنیاهو په وار وار ویلي چې پر غزې د دوی پوځي عملیات به تر هغه دوام ولري تر څو چې د حماس ډله له منځه ولاړ شي. دغو بریدونو د غزې په تړانګه کې روغتیايي تاسیسات هم ویجاړ کړي دي.

د اسرائیل د هوايي بریدونو تر څنګ د میاشتو راهیسې سخته ځمکنۍ جګړه روانه ده. د غزې روغتونو ته نژدې هم جنګي عملیات روان دي چیرته چې په زرګونه خلک چې له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي په دې روغتونونو کې یې پناه اخیستې ده.

غزه تقریبا تر بشپړې محاصرې لاندې ده، او نادولتي موسسې او ملګري ملتونه پر اسرائیل تور لګوي چې ددغه سیمې ۲.۴ میلیونه اوسیدونکو ته د اړینو بشري مرستو د رسولو مخه نیسي، چې زیات شمیر یې اوس د غزې په سویل کې د رفح په سیمې ته پناه وړې ده.

په قاهرې کې د اوربند په باره کې خبرې داسې مهال پیلیږي چې د شنبې په ورځ مظاهره چیانو د اسرائیل په پایتخت طل ابیب کې حلقوي سړک بند کړی و، په حکومت یې د جګړې ادارې کولو له کبله انتقادونه کول او د حماس ډلې لخوا د برمته شویو کسانو خوشې کیدو غوښتنه یې کوله.

سلګونو مظاهره چیانو همدرانګه په بیت المقدس کې د صدراعظم بنیامین نیتن یاهو کور کلابند کړی و او د هغه د استعفا غوښتنه یې کوله.

پولیسو د مظاهره چیانو د خوراه واره کولو لپاره د اوبو شیندلو څخه کار اخیستی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG