د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل ځواکونو د رفح پولې د غزې خوا نیولې او هوايي بریدونه یې پیل کړي


د اسرائيل د پوځ له خوا په دې خپور شوي عکس کې اسرائيلي ټانکونه ښودل شوي چې د غزې او مصر تر منځ د رفح پولې د غزې غاړې ته داخلیږي.
د اسرائيل د پوځ له خوا په دې خپور شوي عکس کې اسرائيلي ټانکونه ښودل شوي چې د غزې او مصر تر منځ د رفح پولې د غزې غاړې ته داخلیږي.

د رفح د ځینو برخو د تخلیې له امر یوه ورځ وروسته د اسرائیل پوځ د سه شنبې په ورځ مۍ اوومه (غوايي ۱۸) وویل چې ځواکونو یې د غزې او مصر تر منځ د رفح د پولې د غزې د غاړې کنټرول ترلاسه کړی او په سیمه کې د اسرائیل دوامدار هوايي بریدونه پیل شوي دي.

د اسرائیل دا عملیات څو اوونۍ وروسته له هغه کیږي چې اسرائیلي چارواکو وویل، د حماس د ماتولو لپاره په رفح برید اړین دی.

متحده ایالاتو، ملګرو ملتونو او نورو خواوو خبرداری ورکړی چې د رفح پر ګڼ میشتي ښار باندې برید ممکن یو بشري ناورین رامنځته کړي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزف بوریل د سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې "په غزه کې هیڅ خوندي سیمې نده پاتې." هغه خبریالانو ته وویل: "زه ویره لرم چې دا به یو ځل بیا د ملکي تلفاتو د ډیریدو لامل شي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د "نړیوالې ټولنې پراخې غوښتنې" ته اشاره وکړه. ویاند وویل چې چین له اسرائیل غوښتي چې په غزه کې بریدونه ودروي او پرځای یې "هر هغه څه وکړي چې په غزه کې د یو ډیر جدي بشري ناورین مخه ونیسي."

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاتز په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې په رفح کې د اسرائیل اقدام د حماس له خوا د یرغمل شویو د خوشې کولو او د دغې ډلې د ماتولو په ګډون د اسرائیل اصلي موخو ته د رسیدو لپاره دی.

په رفح کې وروستي اقدامات د حماس له هغه اعلان وروسته شوي چې ویې ویل، دې ډلې د مصر او قطر د مذاکره کونکو د اوربند وړاندیز منلی دی.

د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر د دوشنبې په ورځ وویل د اوربند دا وړاندیز "د اسرائیل له غوښتنو څخه لرې دی" خو زیاته یې کړه چې اسرائیل به قاهرې ته مذاکره کوونکي واستوي ترڅو خبرو ته دوام ورکړي.

تیرې اوونۍ، د اوربند خبرې وروسته له هغه زیاتې شوې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سیمې ته سفر وکړ. بلینکن پر حماس غږ وکړ چې د اسرائیل د سولې وړاندیز ومني.

اسرائیلي چارواکو رسنیو ته ویلي چې د حماس له خوا منل شوی پلان هغه څه نه دي چې اسرائیل ورسره موافقه کړې وه. څرګنده نه ده چې د اوربند په وړاندیز کې څه بدلون راغلی چې حماس یې منلو ته تیار دی خو اسرائیل یې نه مني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او سپینې ماڼۍ ویلي چې دوی د حماس د ځواب بیاکتنه کوي.

د اوربند خبرې اترې د رفح په لور د اسرائیلو د تګ په پلانونو اغیزه نه کوي. نتنیاهو تیره اوونۍ وویل چې د رفح عملیات به د اوربند د کیدو او یا نه کیدو په صورت کې ترسره شي.

د نتنیاهو دفتر د دوشنبې په ورځ وویل چې د اسرائیل جنګي کابینې "په متفقه توګه پریکړه وکړه چې پر حماس د پوځي فشار زیاتولو لپاره به اسرائیل د رفح عملیاتو ته دوام ورکړي ترڅو موږ د یرغمل شویو د خوشې کولو او د جګړې نورو اهدافو ته ورسیږو."

د اسرائيل د پوځ له خوا په خپور شوي عکس کې اسرائيلي پوځیان ښودل کیږي چې د غزې او مصر تر منځ د رفح پولې د غزې پر طرف کې عمليات کوي.
د اسرائيل د پوځ له خوا په خپور شوي عکس کې اسرائيلي پوځیان ښودل کیږي چې د غزې او مصر تر منځ د رفح پولې د غزې پر طرف کې عمليات کوي.

متحدو ایالتونو د دوشنبې په ورځ له ټولو خواوو وغوښتل چې په غزه کې د حماس له خوا د برمته شویو کسانو د خلاصون او موقتي اوربند په سر موافقه وکړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي ویلي: "موږ غواړو چې یرغمل شوي کسان خوشي شي... موږ غواړو چې د شپږو اونیو لپاره اوربند وشي. موږ غواړو بشردوستانه مرستې زیاتې کړو او داسې څه نه غواړو چې دا پروسه په خطر کې اچوي. له دې سره سره، لکه څنګه چې مخکې مو وویل، موږ لا هم په دې باور یو چې یوې موافقې ته رسېدل نه یوازې د یرغمل شویو کسانو لپاره، بلکې د فلسطین د خلکو لپاره غوره پایله ده."

د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ورځ له نتنیاهو سره په تلیفوني خبرو کې یو ځل بیا د متحده ایالاتو هغه دریځ تکرار کړ چې د رفح عملیاتو کې باید د فلسطیني ملکي وګړو د خونديتوب پلان شامل وي. د سپینې ماڼۍ په یو بیان کې ویل شوي چې نتنیاهو موافقه کړې چې "د کریم شالوم لار اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو لپاره خلاصه کړي."

په سپینه ماڼۍ کې بایډن همدارنګه د دوشنبې په ورځ د اردن د پاچا کوربه و او دواړو مشرانو د غزې د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د حماس په خلاف د اسرائیل د پوځ د جګړې په ترڅ کې د غزې د تړانګې له نورو برخو څخه شاوخوا ۱.۲ میلیونه کسانو په رفح کې پناه اخیستې ده.

د دوشنبې په ورځ په یو بیان کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش وویل چې "د هغو نښو نښانو په اړه ژوره اندیښنه لري چې ښایي په رفح کې په پراخه پیمانه پوځي عملیات ترسره شي. موږ لا دمخه د خلکو حرکتونه وینو - ډیری یې په ناوړه بشري حالت کې دي او په مکرر ډول بې ځایه شوي دي."

ګوټریش پر اسرائیل او حماس غږ وکړ چې "د یوې موافقې د عملي کیدو لپاره جدي اقدامات وکړي."

د نړیوال روغتیا سازمان عمومي رئیس ټیډروس اډانوم ګیبریوس د دوشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ولیکل: "په رفح پراخ پوځي یرغل به بحران او بشردوستانه اړتیاوې بې ساري کچې ته ورسوي. د بشریت په خاطر اوربند ته عاجله اړتیا ده."

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې د دوشنبې په ورځ په ټولنیزو شبکو کې وویل چې په رفح کې د اسرائیل عملیات به "ډیر ملکي کړاوونه او مړینې" رامنځته کړي او له یو میلیون څخه زیاتو خلکو ته به "ویجاړونکي" پایلې ولري.

په غزه کې جګړه پر اسرائیل باندې د حماس د اورپکو د اکتوبر د اوومې له بې ساري برید وروسته پیل شوه، چې د اسرائیل د رسمي شمیرو له مخې، ۱۱۷۰ زیاتره ملکي خلک پکې ووژل شول.

د حماس د روغتیا د وزارت په وینا، په غزه کې د اسرائیل په ځوابي عملیاتو کې تراوسه ۳۴۷۸۹ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG