د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د برید په اړه کورني او بهرني غبرګونونه او غندنې


د کابل نننی برید چې شاوخوا ۹۰ تنه یې ووژل او ۴۰۰ نور یې ژوبل کړل، افغان حکومت، ناټو او ځینو نورو هېوادونو غندلی دی.

ارګ په یوې اعلامیې کې دا برید غندلی دی او ویلي یې دي چې ترهګرې ډلې چې د اسلام په نامه بې ګناه خلک وژني، په اسلام خبر نه دي.

مخکني ولسمشر حامد کرزي هم دا یو تروریستي برید بللی دی او د افغانانو وژل یې په سختو ټکو غندلي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د امنیتي سکتور د اصلاحاتو چارو وزیر امرالله صالح په خپل ټویټر کې لیکلي چې د پاکستان په ملاتړ ترهګرو په کابل کې عادي افغانان او د ښوونځي ماشومان ووژل.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه یوه اعلامیه کې د کابل برید غندلی دی. په اعلامیه کې راغلي دي چې ددې برید په نتیجه کې د هغه هیواد د سفارت د کارکوونکو ځینو استوګنځیو ته زیان رسیدلی دی او ځینې کارکوونکي لږ خوږ شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا برید د ملکیانو په وړاندې د پوره بې‌ پروایۍ او د دښمنۍ وحشیانه طبیعت ښکارندوی دی چې د افغانستان خلک ورسره مخامخ دي.

په کابل کې د امریکا سفارت هم دا برید غندلی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر سګمر ګبرئیل وايي چې په دغه پیښه کې د جرمني سفارت کاروکوونکي ټپیان شوي او یو افغان ساتونکی وژل شوی دی. هغه وویل چې دغه برید به د افغان حکومت د ملاتړ او افغانستان کې د ثبات راوستلو په برخو کې د جرمني پر رول او هوډ اغیز ونکړي.

ښاغلي ګبریل "د کابل حمله د جرمني په سفارت شوې ده چې زیات کسان پکې مړه او زخمیان شوي دي. ټول افغانان دي، اکثریت يي بیګناه ملکي خلک دي. په جرمني سفارت کې هم کسان زخمیان شوي دي، خو ډير سطحي دي. فکر کوم پدې زخمیانو هغه أفغان امنیتي محافظین دي چې د جرمني سفارت امنیت یي ساتلو او د سفارت اړوند څوک پکې نشته".​

د کابل د ننني برید ویډیو راپور دلته وګورئ

Afghanistan Blast Aftermath
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:53 0:00

XS
SM
MD
LG