د لاس رسي وړ اتصالات

ککړې اوبه د پولیو د انتقال لامل ګرځي - روغتیايي مسؤولین


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د کابل ښار روغتيايي مسؤولین وايي، په ناپاکو او ککړو اوبو کې د ماشومانو لامبل کولی شي د نورو ناروغيو تر څنګ د پولیو یا ګوزڼ ويروس هم انتقال کړي.

پلازمینه کابل هغه ښار دی چې د فاضله اوبو منظم کنالیزاسیون سیستم نلري، د ویالو او سیندونو اوبه په سرخلاصي توګه د خلکو د کورونو او استوګنې سیمو ته نږدې تیریږي چې ځینې وختونه د ناروغیو لامل کیږي.

په کابل کې یو شمېر روغتیايي کارکوونکي وايي، په ککړو او ناپاکو اوبو کې د ماشومانو لامبل هغوی په ګوزڼ او نورو ساري ناروغیو اخته کولی شي.

د کتلوی معافیت پخوانی مسؤول، ډاکټر ګلاخان ایوب پدې باور دی چې ماشومان باید له ناپاکو او ککړو اوبو سره له تماس څخه خوندي وساتل شي.

نوموړي پدې هکله امریکا غږ ته وویل: "په چټلو اوبو کې لامبل د ډیرو ناروغیو او په تیره بیا د پولیو ناروغۍ لامل کیدای شي، دا ځکه چې د پولیو ویروس د فاضله مواد په وسیله د خولې له لارې بدن ته داخلېږي. اوسمهال د ویالو، لښتیو او سیندونو اوبه د کورونو د ناپاکو اوبو او کانالونه سره وصل دي، نو کله چې پاکې اوبه د پولیو په ویروس ککړې شي، نو هغه ترڅو اوونیو حتی میاشتو پورې ژوندې پاتې کیدلې شي."

نوموړی زیاتوی، میندې او پلرونه باید خپلو ماشومانو ته اجازه ور نه کړي چې په ناپاکو اوبو او ویالو کې ولامبي، ترڅو د ګوزڼ په ناعلاجه ناروغۍ اخته نشي.

هغه له ټولو خلکو غوښتنه کوي چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته زیاته پاملرنه وکړي او د خپلو ماشومانو د ناروغۍ مخه ونیسي.

هغه وویل: "باید ماشومان پرې نښودل شي چی په چټلو اوبو کی ولامبي، که نه نو د پولیو په ګډون په ګنو ناروغیو اخته کیدای شي."

بل خوا یو شمېر کابل ښاریان هم د ماشومانو د خوندیتوب په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو سپارښتنې مهمې ګڼي او د دې لارو چارو په عملي کېدو ټینګار کوي چې له مخې یې د پولیو یا نورو ناروغیو مخه نیول کېدای شي.

د کابل ښار یو اوسیدونکی، احمد رضا امریکا غږ ته وویل:" زموږ تاسې ټولنه تر ډیره بریده نالوستې ده او خلک په زیاتو مواردو باندې سمه اګاهي نلري، له همدې امله د روغتیايي کارکوونکو سپارښتنې او یا هم د هغوی نظرونه مهم دي. ځکه دوی د پولیو یا نورو ناروغیو په اړه پوره معلومات لري، چې څنګه خپرېږي او څنګه یې مخنیوی کېدای شي. نو موږ تاسې ټول باید د ډاکټرانو خبرې جدي ونیسو او په ژوند کې یې عملی کړو."

روغتیاپالان په دې باور دي چې د ناپاکو اوبو له لارې ماشومانو ته بېلابېلې ناروغۍ په اسانۍ سره انتقالیږي. پولیو هم په ډېرو مواردو کې د چاپېریال د ککړتیا له امله انسانانو ته انتقالېږي، نو لدې امله خلک باید خپل چاپېریال پاک وساتئ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG