د لاس رسي وړ اتصالات

د برتانیا پولیس د کندهار د پیښې د پلټنې لپاره افغانستان ته راغلي


د کندهار د والي پر میلمستون له برید وروسته د دغه میلمستون د یوې څنډې عکس
د کندهار د والي پر میلمستون له برید وروسته د دغه میلمستون د یوې څنډې عکس

د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وایي د 'سکاټلنډ یارډ' په نوم د برتانیې د پوليسو په ګډون د متحده عربي اماراتو دوهم تحقیقاتي پلاوی هم د کندهار د والي پر میلمستون د برید څیړنې لپاره کندهار ته رسیدلی دی.

د دغې پیښې د څېړنې لپاره د افغان دولت او متحده عرب اماراتو تر اوسه ۳ پلاوي کندهار ته تللي.

د کندهار امنیه قومندان وايي چي دا پیښه په ژوره، مسلکي او هراړخیزه توګه وپلټل شي.

د کندهار د والي په میلمیستون کې د خونړي برید په تړاو تحقیقات په داسې حال کې روان دي، چې نن هم په دغې پیښه کې د وژل شویو کسانو فاتحې اخيستل کیږي .

له بلې خوا د افغانستان د ملي امینت یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل، چې د کندهار د والي پر میلمستون د برید پلان د پاکستان د کویټې ښار په یوې مدرسې کې جوړ شوی وو.

دغې سرچینې په دې اړه زیات جزئیات ورنکړل خو ویې ویل، چې دا معلومات د لومړنیو پلټنو په نتیجه کې ترلاسه شوي دي.

په همدې حال کې د کندهار امنیې قومندان وايي چې د دغه ولایت د وروستۍ پیښې په تړاو لومړنی پلټنې ښيي چي "وسله والو طالبانو د آی آیس آی په لار ښوونه له اوږدې مودې راهیسې پر دغه برید ګډ کار کاوه چې په کندهار کې د میدان د پیښې په څیر په يوه بل مهم دولتي ځای کې بله خونړۍ حمله وکړي."

جنرال عبدالرازق خبریالانو ته وويل، چي له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په شک د پوليسو او د ولایت مقام د کار کونکو په ګډون ۱۷ تنه شکمن کسان تر تحقیقاتو لاندې دي.

د ۲۰۱۵ کال په وروستیو کې د کندهار په هوايي ډګر کې ډله ييز ځانمرګی برید وشو چې په نتیجه کې یې ۵۴ کسه ووژل شول او ۴۲ نور ټپیان شول.

پرون د پخواني جمهور رئیس حامد کزي د اکا د زوی هاشم کرزي په مړینه سره د کندهار د پېښي د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲ تنو ته ورسید چي پنځه يې د متحده عرب اماراتو ديپلوماتان، د کندهار مرستیال والي ۲ تنه د پارلمان غړي، ۲ تنه د افغانستان د خارجه وزارت کار کونکي او یوتن هم د متحده عرب اماراتو د سفیر افغان ژباړونکی په کې شامل دي.

په دې پیښه کې ۱۹ تنه نور ټپیان شوي چې د کندهار والي او د متحده عرب اماراتو سفیر هم په کې شامل دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG