د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان یوځل بیا پدغه هېواد کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده وغځوله


د پاکستان حکومت له لوري د افغان کډوالو اېستل په نړیواله کچه او خپله په دې هېواد کې سخت غبرګونونه راوپارل.
د پاکستان حکومت له لوري د افغان کډوالو اېستل په نړیواله کچه او خپله په دې هېواد کې سخت غبرګونونه راوپارل.

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د میشتو افغان کډوالو د "پي او ار" کارتونو موده د روان ۲۰۲۴ کال د جون میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې غځولې او ویلي یې دي چې پر دې مهال به يې نه پولیس ځوروي، بلکې دوی په خپلو راجسټر کارتونو خپل بانکي حساب هم پرانیستلی شي.

یاده دې وي چې د افغان کډوالو د "پي او ار" کارتونو موده په ۲۰۲۳م کال پای ته رسېدلې وه.

پروسږ کال د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان حکومت په هغه هېواد کې نا راجسټر افغان کډوالو ته د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر تر ۳۱مې نېټې له دغه هېواده د وتو سپارښتنه کړې وه، خو د سږ کال د فبرورۍ تر درېیمې نېټې بیا د دوی د پاتې کېدو موده د مارچ تر ۳۱ مې نېټې وغځوله.

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه نېټه د ټولتاکنو په پایله کې د نوي حکومت له راتلو وروسته، یوځل بیا له مرکز حکومت څخه ټولو ایالتونو ته سپارښتنه وشوه چې د روان اپرېل تر پنځلسمې نېټې دې د اسناد لرونکو افغان کډوالو په باب مالومات راغونډ کړي چې د اېستلو دویم پړواو یې پیل کړي.

د پاکستان حکومت له لوري د افغان کډوالو اېستل په نړیواله کچه او خپله په دې هېواد کې سخت غبرګونونه راوپارل. پدې لړ کې نه یواځې له کډوالو سره پر چال چلند نیوکې وشوې، بلکې د حکومت څخه غوښتنه وشوه چې د کډوالو په زوره د شړلو بهیر دې ژر تر ژره ودروي.

په اسلام اباد کې سیاستوال او د افغان چارو کارپوه افراسیاب خټک امریکا غږ ته وویل، د افغانستان کډوالو جبري ستنول، په ټرانزيټ سوداګرۍ ځینې بندېزونه او پر ډیورنډ کرښه د موټرچلوونکو د تګ راتګ په باب پرېکړه، څو میاشتې وړاندې د پاکستان جنرالانو د تېر سرپرست حکومت په وخت کې کړې وه، ځکه چې هغه د دوی لاس پوځې حکومت وو. خو تر ټولټاکنو وروسته په پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ حکومت رامنځته شو او د پښتونخوا ایالتي حکومت وايي چې هغه د قانوني اسنادو لرونکو افغان کډوالو په جبري توګه له ایستلو سره اتفاق نه لري، نو د مرکزي حکومت لپاره مشکل جوړ شوی او هغوی دغه پرېکړه ځنډولې ده.

په پېښور کې د افغان چارو کار پوه او خبریال فخر کاکاخېل امریکا غږ ته وویل:" د افغانستان چې څومره ګاونډي هېوادونه دي، که هغه ایران، تاجیکستان ،اوزبیکستان او که ترکمنستان دی، په دوی کې یوازې پاکستان داسې هېواد دی چې دې اړخ ته یې هم پښتانه اوسېږي او هغه اړخ ته یې هم پښتانه اوسېږي، نو په دې وجه افغان کډوالو دا غوره ګڼله چې پښتونخوا ته کډه شي." خو د نوموړي په وینا، وروسته بیا وخت په وخت هان تر دې چې د طالبانو رژیم نه وړاندې هم له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو هلې ځلې پیل شوې وې.

کاکاخېل زیاتوي: "کله چې به پاکستان د افغان کډوالو لپاره نړیوالې مرستې ترلاسه کولې نو کډوال یې نه ایستل. " نوموړی زیاتوي، دا اوس د یوڅو میاشتو لپاره د افغان کډوالو د ایسارېدو موده ځکه غځول شوې چې د بشري حقونو نړیوالو ادارو او د نورو هېوادونو فشار پرې راکم کړي.

د پاکستان حکومت لخوا په دغه هېواد کې د میشتو افغان کډوالو د "پي او ار" کارتونو د مودې د غځیدو خبره پداسې حال کې کېږي، چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري‌ (یو این اېچ سي‌ ار) په حواله، په دغه هېواد کې میشت نږدې درې میلیونه افغان کډوالو کې، اته سوه اتیا زره یې د افغانستان پېژندپاڼې (اې سي سي کارتونه) لري او تر یو نیم میلیون پورې یې ناراجسټر دي او پاتې هغه یې "پي او ار" کارتونه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG