د لاس رسي وړ اتصالات

ارگ په افغانستان کې د پاکستان د عملیاتو خبر رد کړ


ارګ وایي افغان ځواکونو د پاکستان له ځواکونو سره ګډ عملیات نه دي ترسره کړي دي.
ارګ وایي افغان ځواکونو د پاکستان له ځواکونو سره ګډ عملیات نه دي ترسره کړي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر وایي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه هیواد د کورنیو چارو د وزیر چوهدري نثارعلي له قوله د رسنیو هغه رپوټونه رد کړل چې ګویا پاکستان له افغان حکومت او ناټو ځواکونو سره په همغږۍ کې د افغانستان په خاوره کې پوځي عملیات کړي دي.

د افغانستان حکومت د خپل دریځ د روښانه کولو په لړ کې وایي چې په افغانستان کې به یوازې افغان ځواکونه عملیات کوي او بل هیڅ هیواد ته به د عملیاتو اجازه ور نه کړل شي او نه هم افغان ځواکونو د پاکستان له ځواکونو سره ګډ عملیات ترسره کړي دي.

دا په داسې حال کې دي چې د پخواني جمهور رئیس دفتر، د ایران د فارس خبري اژانس سره د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر د خبرو په بنسټ ویلي دي چې پاکستاني پوځیانو د ناتو ځواکونو او افغان سرتیرو سره په هم آهنگۍ د افغانستان په خاوره کې پوځي عملیات ترسره کړي دي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي دفتر د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د افغانستان په خاوزره کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو پر وړاندې غبرگون ښودلی او هغه یې د افغانانو د ملي حاکمیت، د خاورې د بشپړتیا او خپلواکۍ څخه سرغړونه گڼلې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر ویلي دي چې د افغانستان په چارو کې د نورو هیوادونو لاس وهنې د زغم وړ نه دي او د افغانستان خلک تل هغو بهرنیانو ته چې د افغانستان حریم ته یې د ننوتلو لټه کړې، لازم ځواب او غبرگون ښودلی دی.

د ښاغلي کرزي د دفتر په خبرپاڼه کې د عملیاتو د وخت او ځای په اړه معلومات نه دي ذکر شوي. له بلې خوا د دې عملیاتو خبر د فارس آژانس په ویبسایت کې نه موندل کیږي.

په دې ترڅ کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت د افغانستان دننه د پاکستاني سرتیرو د هر ډول عملیاتو ترسره کیدل رد کړي او یواځې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دیورند د کرښې په اوږدو کې د پوځي عملیاتو د هم آهنگۍ په اړه د موافقې خبر ورکوي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري د امریکا غږ ته وویل چې پاکستان ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني له سفر او د دواړو هیوادونو د پوځي او استخباراتي مقاماتو له تماسونو وروسته، د دواړو هیوادونو د پوځیانو ترمنځ په زیاتې هم آهنگۍ موافقه شوی ده.

ښاغلي وزیري وویل په دې خاطر د تورخم او سپین بولدک په شان سرحدي سیمو کې د هم آهنگۍ مرکزونه ایجاد شوي دي چې دواړه خواوی د ترهگرو پر ضد پوځي فعالیتونو څخه خبر کړي.

پاکستاني پوځیانو پخوا هم که مستقیمه مداخله یې نه درلوده، لږ تر لږه د افغانستان پر سرحدي سیمو باندې د راکټي بریدونو په وجه د افغانانو زیاته غوسه راپارولې ده.

ښاغلی کرزی چې د پاکستان له لورې د راکټ ویشتنې د بهیر پر وخت د افغانستان جمهور رئیس و، د پاکستان پر وړاندې په نه جدیت او زیاتې نرمۍ سره تورن شوی او تر نیوکو لاندې راغلی و.

XS
SM
MD
LG