د لاس رسي وړ اتصالات

۲۰۱۴ کال- د ولسمشر کرزي غوښتنې او د امریکا دریځ


ولسمشر کرزي په دې ورستیو کې وویل چې آماده دی چې آمریکايي ځواکونو ته قانوني مصونیت ورکړي خو نوموړي وویل چې د افغانستان حکومت هم یو لړ شرایط لري
ولسمشر کرزي په دې ورستیو کې وویل چې آماده دی چې آمریکايي ځواکونو ته قانوني مصونیت ورکړي خو نوموړي وویل چې د افغانستان حکومت هم یو لړ شرایط لري
ټاکل شوې چې روانه اونۍ ولسمشر کرزیْ واشنګټن ته راسي او د امریکايي چارواکو سره پر یو لړ دوو اړخیزو مسایلو باندې خبرې وکړي. د ولسمشر کرزي د سفر په هکله او دا چې نوموړی به د خپل آمریکايي انډول سره پر کومو مسایلوو خبرې وکړي د امریکا غږ همکار حسیب الکوزي د چارو د کارپوهانو سره مرکې کړي دي او دغه ریپوټ یې پرې لیکلی دی.

بشپړ ریپوټ په لاندې لینک کې اوریدلای هم سیْ



واشنګټن ته د ولسمشر کرزي سفر خورا مهم ګڼل شوی دی. ویل کېږي چې هغه به راتلونکې اونۍ واشنګټن ته راسي او د امریکايي چارواکو سره به پر یولړ مهمو مسایلو باندې خبري وکړي چې په کښي د افغانستان سیاسي او نظامي انتقال شامل دی، د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون مسله شامله ده، د سولې او بیا پخلاینې مسله شامله ده ، د ۲۰۱۴ کال نه وروسته د افغانستان سره د امریکا د مرستو مسله شامل ده او د سیمې د هیوادونو سره د افغانستان د اړیکو مسله شامله ده.


د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویانده ویکټوریا نولانډ وايي چې د ولسمشر کرزي سره به زیات شمیر مهمې دوې اړخیزې موضوګانې مطرح سي. ،،زه فکر کوم چې مونږ د زیات شمیر مسایلو د مطرح کېدو تمه لرو. د امنیتي مسایلو نه نیولې تر سیاسي انتقال پوري څنګه چې تاسو خبریاست چې په افغانستان کې په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشرۍ ټولټاکنې کېږي پر دې مسلې به خبرې وشي. د امریکا پر اقتصادي مرستو به خبرې وشي، زمونږ پر سیمه ایزې پالیسۍ به خبرې وسي. په لنډه ډیر زیات مسایل دي چې د ولسمشر کرزي سره به مطرح شي او مونږ واشنګټن ته د هغه راتګ ته سترګې په لار یوو.،،

ویل کېږي چې یوه مهمه موضوع چې ولسمشر اوباما او کرزی به پرې خبري وکړي د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون دی چې په لړ کې به یې د ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمیر او د قانوني مصونیت مسله مطرح شي.

د امریکا کانګرس او سپینه ماڼۍ غواړي چې امریکايي عسکر په افغانستان کې قانوني مصونیت ولري خو افغانستان په دې برخه کې د بیلابیلو دلایلو پر بنسټ زړه نه زړه ښکاري یا حد اقل نهايي دریځ یې روښانه سوی نه دی.

ولسمشر کرزي په دې ورستیو کې وویل چې آماده دی چې آمریکايي ځواکونو ته قانوني مصونیت ورکړي خو نوموړي وویل چې د افغانستان حکومت هم یو لړ شرایط لري چې غواړي آمریکا یې ومني.

د رانډ د تحقیقاتي مرکز څخه د نظامي چارو او پالیسۍ د برخې کارپوه جیسن کمبیل وايي چې د ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور د افغانستان د راتلونکې دپاره خورا اهمیت لري. ،،زه په دې باور یم چې داسي لاره شته چې په ترڅ کې یې په داسې کلماتو امنیتي تړون ولیکل سي چې هم امریکايي پوځیان قانوني مصونیت ترلاسه کړي او هم پر ولسمشر کرزي باندې په افغانستان کې د افغانانو له خوا سیاسي فشار وارد نسي.،،

په افغانستان کې د افغان امریکايي پوهنتون د سیاسي علومو پروفیسور نعمت سادات د کمبیل د څرګندونو سره موافقت لري او زیاتوي چې سره له دې چې آمریکا و افغانستان پر یو شمیر مسایلو باندې د نظر اختلافات لري خو د افغانستان د امنیت په برخه کې امریکا او افغانستان ګډې ګټې لري. ،،د افغانستان امنیت د امریکا د ملي ګټو دپاره خورا زیات اهمیت لري او امریکا دا هیڅکه نه غواړي چې افغانستان دي یوځل بیا د ترهګرو او القاعدې په ځالې بدل شي. نو ځکه زه فکر کوم چې د افغانستان د امنیت په برخه کې به دواړې خواووې یوه لاره سره یوسي.،،

په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د توان او ظرفیت مسله چې د بهرنیانو د وتلو سره په خپل مټه د ټول افغانستان امنیت تامین کړي یوه حیاتي مسله ګڼل کېږي.

په دې ورستیو کې د امنیتي مسولیتونو د انتقال د کمیسون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د طلوع نیوز سره په مرکه کې اندېښنه څرګنده کړې چې افغانستان د ملي هویت د لاسه ورکولو د خطر سره مخامخ دی. نوموړي ویلي چې د افغانستان ګاونډیان او ځیني نړیوال ماهرین چې د افغانستان ښه نه غواړي په افغانستان کې د رجیم سقوط ته انتظار باسي. ډاګټر احمدزی په دې باور دی چې که د افغانستان ملي پوځ او پولیس تربیه او تجهیز نسي نو ددغه هیواد آینده به ستونزمنه وي.

د اوهایو د پوهنتون د منځني ختیځ د مطالعاتو د مرکز ریْس پروفیسور علم پایند د ښاغلي اشرف غني احمدزي نظر تاییدوي چې وايي د ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان د امکاناتو د نشتون په صورت کې د ملي هویت د بحران سره مخامخ کیدای سي. ډاکټر پایند وايي چې په افغانستان کې عوام ددغه هیواد د راتلونکې په هکله په اندېښنه کې دي. هغه داسې وايي : ،،د افغانستان د خلګو سره چې تاسې په تماس کې سیْ ځکه مونږ ورسره په تماس کې یو او د نږدې یا ټلفون له لارې خبرې ورسره کوو. دوي خوشبینه نه دي. د طالبانو او ترهګرو یوه موضوع ده. آمریکایانو او متحدینو یې د افغانستان په ګډون ونشوکړای چې د دوو ستونزو لپاره د حل لاره پیدا کړي او بیلکل ناکامه سول. یوه دا چې د اداري فساد او رشوت مخه یې ونه نیوله او بله دا چې په افغانستان کې یې د پاکستان لاسونه لنډ نکړل.،،

همداشان د ملي امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو او روزنې په برخه کې د افغانستان د استخباراتو پخوانی ریْس جنرال عبدالواحد طاقت هم د ښاغلي احمدزي سره موافق ښکاري او وايي چې افغانستان ته باید وسلې او تهیزات ورکړل شي ترڅو دغه هیواد پر پښو ودریږي. هغه داسي وايي: ،،مورال هغه مهال رامنځ ته کېږي چې سړی وسلې ولري، په وسلو مهارت ولري، په وسلو باندې تسلط ولري، هوايي ځواک ولري، درنې وسلې ولري، سپکې وسلې ولري، راډیو اکتیف وسلې ولري، محاربوي تخنیک ولري، هوايي قلمرو ولري او رادار ولري.،،

جنرال طاقت زیاتوي چې د یوه باثبات او سوکاله افغانستان لپاره د یوه قوي پوځ او پولیسو شتون چې په وسلو سمبال وي ډیر ضروري دی.

د یادونې وړ ده چې کله چې د افغانستان مسله مطرح کېږي نو د زیات شمیر خلګو سره د ۲۰۱۴ کال وروسته وضیعت په هکله پوښتنې مطرح کېږي چې افغانستان به د ناټو د محاربوي ماموریت د ختمیدو سره په څه حالت کې وي او څنګه به ځان د سیاسي او نظامي انتقال د ژورې او نسبتا پلنې ویالې آه خوا ته واړوي.

د رانډ د تحقیقاتي مرکز څخه د نظامي چارو او پالیسۍ د برخې کارپوه جیسن کمبیل وايي چې د افغانستان مشرتابه دا درک کړې ده چې د ۲۰۱۴ کال وروسته به په ټول افغانستان کې افغان ملي امنیتي ځواکونه محاربوي مسولیت په غاړه اخلي او د ناټو محدودې پاتې شوي قواووې به د ښوونې روزنې او مشورې نقش پیلوي. هغه وايي چې په همدغه دلیل ویل کېږي چې ولسمشر کرزی به واشنګټن ته د خپل پوځ لپاره د وسلو د لست سره راسي. ،،ویل کېږي چې افغان پلاوی به واشنګټن ته د یوه لست سره راسي او په دې لست کې به هغوي د آمریکايي مشرانو نه د یو شمیر وسلو غوښتنه وکړي ترڅو دوي کله چې د ټول افغانستان امنیتي مسولیت په خپله غاړه واخلي هغه وسلې ولري چې دوي ورته اړتیا لري.،،
ولسمشر کرزی واشنګټن په داسې حال کې سفر کوي چې په افغانستان کې د ناټو او آمریکايي قواوو عمومي قوماندان جنرال جان الن پنټاګون ته یو پلان وړاندې کړی دی چې له مخې به یې د ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ۶ زرو نه نیولې تر شلو زرو پوري آمریکايي ځواکونو پاته شي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې په پلان کې درې وړاندېزونه شوي دي او د هر وړاندېز سره د ممکنه ګواښونو یادونه هم شوې ده. لومړی وړاندیز وايي چې شپږ زره آمریکايي عسکر دي په افغانستان کې پاته شي. دویم وړاندیز وايي چې لس زره دې پاته شي او دریم وړاندیز وايي چې ۲۰ زره دي پاته سي. د لومړي وړاندیز ګواښونو ډیر زیات بلل شوی دي، د دویم وړاندیز ګواښونه میانه دي او د دریم وړاندیز خطرونه ډیر لږ اټکل شوي دي.


حسیب الکوزی – واشنګټن
XS
SM
MD
LG