د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: د طالبانو د کوټې او پېښور شوراګانې ښکاره فعالیت کوي


په افعانستان او عراق کې د امریکا پخواني سفیر، زلمي خلیلزاد ویلي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې ژوند کوي او ددغې ډلې د کوټې او پېښور شوراګانې په ښکار د پاکستان د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې فعالیت کوي.

د زلمي خلیلزاد په وینا پاکستان له طالبانو څخه ملاتړ کوي او پدې باب له امریکا سره پوره شواهد موجود دي.

"د سیمې له نظره د امریکا د تګلارې" تر سرلیک لاندې واشنګټن کې یوې غونډې ته د وینا په ترڅ کې خلیلزاد وویل چې هېڅوک د پاکستان لخوا د طالبانو پر روزلو سترګې نشې پټولی. نوموړي وویل چې پاکستان طالبان روزي، مالي منابع ورته برابروي او بیا یې افغانستان ته د جګړو لپاره لیږي.

دغې غونډې کې د امریکا لپاره د پاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدري هم ګډون کړی و.

چوهدري په پاکستان کې د طالبانو د شتون ادعا رد کړه او افغان حکومت یې تورن کړ چې ګواکې د خپلو ناکامیو پړه پر پاکستان اچوي.

پاکستاني دیپلومات وویل چې طالبان او د حقانې شبکه د پاکستان ملګري نه دي او نه هم د کوټې او پېښور شوراګانې په پاکستان کې فعالیت کوي.

په مقابل کې زلمي خلیلزاد د پاکستان سفیر ته وویل چې په تیرو وختونو کې د القاعده شبکې د رهبر اسامه بن لادن په اړه هم ویل کېدل چې له افغانستان څخه نه دی وتلی خو ولیدل شول چې اسامه د پاکستان په ایبت آباد ښارګوټي کې د امریکايي پوځيانو لخوا ووژل شو.

زلمي خلیلزاد زیاته کړه چې واشنګټن داسې شواهد لري چې څرګندوي پاکستان طالبان په افغانستان کې د ورانکارۍ لپاره ساتلي دي.

د افغانستان او هند حکومتونه د پاکستان پوځ او په خاصه توګه ددغه هېواد د آی اېس آي اداره له ترهګرۍ څخه په ملاتړ تورنوي.

واشنګټن کې بیا ځینې سیاستوال او د کانګرس غړي پاکستان له ترهګړو په خاصه توګه د حقاني شبکې څخه په ملاتړ تورنوي. پاکستان دغه ډول تورونه هر کله رد کړي دي.

په تازه مورد کې د افغانستان حکومت په کابل کې د تیرې چهارشنبې او شنبې د ورځو مرګونو بریدونه پړه پر حقانې شبکې اچولې ده. د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي چې حقانې شبکې د آی اېس آي په ملاتړ د چهارشنبې خونړی برید پلان کړی و.

XS
SM
MD
LG