د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ـ جلال اباد لاره د غره ښوېیدلو له امله د لاریو پر مخ بنده ده


د طالبانو د حکومت د ننګرهار ولایتي مسوولین وايي چې د کابل – جلال اباد لویه لار د ماهیپر په سیمه کې د غره د یوې برخې د ښوېیدلو له امله په موقتي ډول د لویو موټرو او لاریو پرمخ تړل شوې، خو کوچني موتري په متبادله لار تګ راتګ کولی شي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رسنیو ته په یو استولي خبرپاڼه کې د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۹( ثور لسم) ویلي چې کوچنې موټر لا هم په دغه لار په متبادل سړک تک راتګ کولی شي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي:"د کابل -جلال اباد پر لویه لاره ټولو موټر چلونکو او مسافرینو ته خبر ورکول کیږي چي کابل ماهیپر سیمه کي غر ښووېدنه رامنځته شوې چې اوس لپاره د کابل - جلال اباد لویه لار د هر رقم ترافیکي تګ راتګ پر مخ تړل شوې هیله ده چي تکلیف ونکړئ او لاړ نشئ. تر بلې خبرتیا انتظار شئ".

خو د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د ایکس په خپله پاڼه لیکلي چې د غره د ښوېیدلې برخې سره نږدې په موقتي ډول یوه بله متبادله لار جوړه شوې چې پر دغې لارې موټر چلوونکي کولی شي په ډیر احتیاط تګ راتګ وکړي.

هغه ویلي:" د کابل - جلال آباد لويه لار د کابل دروازې په درې کیلومترۍ کې د غر ښويېدنې له امله اصلي مسیر د ترافیکو پرمخ موقتاً تړل شوی دی چې د وسایطو تګ راتګ په فرعي مسیر جریان لري د ټولګټو وزارت له ټولو هیوادوالو څخه په ډیر درنښت هیله کوي چې په یاد مسیر د تګ راتګ پر مهال پوره احتیاط وکړي او د اړوند مسؤلینو لارښونو ته دي په ټينګه پاملرنه وکړي، او له اړتيا پرته دي په یاد مسیر تګ راتګ نه کوي."

تراوسه پر دغې لویې لارې د غره د ښوېیدنې په پیښه کې د ځاني او مالي زیان په اړه راپور نه دی ورکړل شوی. ددې دمخه د شنبې په ورځ د کابل - جلال آباد لويه لار د درونټې په سیمه کې د غر ښويېدنې له امله په مؤقتي توګه بنده شوې وه. په دې پیښه کې دوه کورلا ډوله مسافر وړونکې موټر تخريب شوي چې پکې یو تن مړه شوي وو او پنځه تنه نور ټپیان شوي وو.

همداشان د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند ویلي چې د تخار – بدخشان د لویې لارې په اوږدو کې د تالقان د تنګي په سیمه کې د غره د ښوېیدلو له امله چې اوړمه ورځ لاره بنده شوې وه د یکشنبې په ورځ بیرته پرانیستل شوې ده.

په افغانستان کې د نوي ۱۴۰۳ لمریز د پیل راهیسې ددغه هیواد په اکثرو ولایتونو کې د اورښت لړۍ پیل شوې چې لا هم دوام لري.

د باران د اورښت وروسته په یو شمیر ولایتونو کې سیلابونه هم راوتلي چې له امله یې خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د حکومت د طبیعي پیښو سره د مبارزې د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق ددغه وزارت په ایکس پاڼه په یو خپور کړي ویډیوي پیغام کې ویلي چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور د روانې میاشتې له شپږم څخه تراوسه پورې د بارانونو او سیلابونو له امله په ۱۵ ولایتونو کې ۸ تنه وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي. ښاغلي سایق ویلي چې سیلابونو د اوسیدانې د یو شمیر کورونو او د کرهڼیزې ځمکې د تخریب سربیره تر ۱۰۰ کیلو مټرو پورې سړکونه هم ویجاړ کړي دي.

دغه وزارت د هوا پيژندنې د ادارو د اټکل له مخې په راروانو ورځو کې د نورو بارانونو اټکل هم کړی او د هغو کسانو څخه یې چې د سیلابونو د راوتلو په اوږدو کې یې کورونه جوړ کړي غوښتي چې خپل کورونه دې خوندي سیمو ته انتقال کړي.

ددې دمخه د طبیعي پیښو سره د مبارزې د دولت وزارت ویلي وو چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې د بارانونو د اورښت او سیلابونو له امله شاوخوا ۷۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بلې خوا د غزني ولایت لپاره د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رېیس حمیدالله نثار د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۹(ثور لسم) د ایکس په په خپله پاڼه په دغه ولایت کې واوارې څو تصویرونه هم خپاره کړي دي او ویلي دي چې دا تصویرونه یې نن اخیستې دي . د میدان وردک په ولایت کې د دوشنبې په ورځ د واورې د اورښت راپور وکړل شوی دی.

د غزني او میدان وردک په ولایتونو کې د دوشنبې د ورځې د واورې د وریدو دمخه تیره اونۍ د پنجشیر ولایت ځینو برخو کې هم د واورې د اورښت راپورونه وکړل شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG