د لاس رسي وړ اتصالات

په ختیځو ولایتونو کې د پولیو په وړاندې د خلکو منفي حساسیت ورځ تربلې په کمیدو دی – روغتیاپالان


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د افغانستان په سویل ختیځه حوزه کې د پولیو واکسین په وړاندې د خلکو منفي حساسیت ورځ تربلې په کمیدو دی او اوسمهال په زیاتره سیمو کې په لیوالتیا سره خپل ماشومان واکسینوي.

خلک د پولیو په مخنیوي کې نه یوازې د روغتیاپالانو هڅې د پام وړ بولي، بلکې د ټولنې د نورو پرګنو همکاري هم مهمه ګڼې، ترڅو له واکسیناتورانو سره مرسته وشي چې ډیرۍ سیمې تر پوښښ لاندې راولي.

د افغانستان سوېل ختیځ کې ځایي خلک وایي چې په دې سیمو کې د ګوزڼ واکسین په وړاندې د منفي غبرګون کچه ورځ تربلې په کمیدو ده.

روغتیاپالان وایي د پوښښ ساحې زیاتوالی او د واکسین دورې پرمهال د خلکو پراخه ونډه اخیستنه به ډیر په افغانستان کې د پولیو د مخنیوي سبب شي.

په خوست کې د کتلوي معافیت ولایتي مسؤول، ډاکټر زاهدالله امیري وایي، خوست کې اکثریت خلک د ګوزڼ په وړاندې د خپلو ماشومانو واکسین بهیر ته ژمن دي او په هره دوره کې هغوی په منظمه توګه واکسینوي.

نوموړی وایي: ”په خوست ولایت کې د پولیو د تطبیق په وړاندې ټولنیز حساسیت د نشت برابر دی او موږ په دغه ولایت کې د پولیو واکسین د تطبیق په برخه کې کومه خاص ستونزه نه وینو؛ په ټولو ولسوالیو کې د واکسین پروسه په ښه ډول تطبیقیږي. که ځینې سیمو کې ستونزې هم وي هلته د کتلوي معافیت ټیمونه ځان رسوي او خلکو ته قناعت ورکوي یعنې موږ چې څومره وینو خلک ډیره لیوالتیا ښیي او خپل ماشومان واکسینوي.“

د دې ترڅنګ د عامې روغتیا په چوکاټ کې د روغتیاپالانو پرلپسې هڅې او د پوهاوي کچې زیاتوالی هغه لاملونه دي چې اکثریت کورنیو قناعت ترلاسه کړی او اوس د پولیو واکسین مخالفت نه کوي.

په خوست کې د ماشومانو ناروغیو متخصص، ډاکټر ظریف تسل همداراز له انکاري کورنیو غوښتنه کوي چې د خپلو ماشومانو سلامتیا ته پام وکړي او هغوی د کمپاینونو په بهیر کې واکسینولو ته پریږدي.

ښاغلي تسل امریکا غږ ته وویل: ”علتونه یې دا دي چې موږ هڅه کوو د عامه پوهاوي له لارې، د دیني علماوو او قومي مشرانو په وسیله انکاري کورنیو یا د هغو خلکو پوښتنو او اندیښنو ته ځوابونه ووایو چې نه غواړي خپل ماشومان واکسین کړي او تر ډیره داکار شوی هم دی.“

نوموړي زیاته کړه، که زما خپل شخصي کلینیک ته څوک راځي، نو زما هڅه دا وي چې هغوی د هر ډول ساري یا ویروسي ناروغیو په وقایه پوی کړم او د وقایې ګټې ورته تشریح کړم. همدارنګه هغوی ته نه یوازې د پولیو، بلکې د نورو زیاتو ناروغیو په هکله پوهاوی ورکوو او هغوی هڅوو چې د شري، نس ناستې او سینه بغل په اړه ماشومانو ته بیلابیل واکسینونه تطبیق کړي.

بلخوا یو شمېر عام خلک هم مني چې په یاد ولایت کې د ګوزڼ واکسیناتورانو ته هیڅ ډول امنیتي او نور ټولنیز خطرونه نه دې متوجې، نوځکه خو په لوی شمېر کې خلک خپل کمکي ماشومان په وخت واکسینوي.

د عبید په نامه د خوست مرکز یوه اوسیدونکي امریکا غږ ته وویل: ”د پولیو د تطبیق بهیر ترپخوا ښه شوی. مخکې به ډیرو خلکو خپل ماشومان په دې خاطر د واکسین لپاره نه ایستل چې د ماشومانو په روحیاتو بده اغېزه کوي، خو اوس دومره عامه ذهنیت جوړ شوی چې که د پولیو رضاکاران یوې سیمې ته لاړ هم نه شي، د هماغې سیمې خلک په شخصي لګښت موټر نیسي او خپل ماشومان ترکلېنیکونو د واکسین لپاره وړي.“

د ګوزڼ واکسین چې افغانستان او پاکستان یې لاهم ترګواښ لاندې سیمې بلل کیږي، پکې د خلکو د پوهاوي کموالی د هغو لاملونو برخه ده چې د یادې معلولونکې ناروغۍ دوام ته یې زمینه برابره کړې ده، خو عامې روغتیا وزارت او دروغتیا نړیوال سازمان ډاډ ښودلی چې روان میلادي کال به د پولیو د مخنیوي لپاره په ټول توان هڅې وکړي چې هیڅ کومه سیمه کې د پولیو پېښه رامنځته نشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG