د لاس رسي وړ اتصالات

د کورنیو چارو وزارت: د کندز-بغلان لویه لاره خوندي شوې


د کندز - بغلان په لویه لاره کې لوی ګواښ د جر خوشک په سیمه کې دی
د کندز - بغلان په لویه لاره کې لوی ګواښ د جر خوشک په سیمه کې دی

که څه هم د کورنیو چارو وزارت د کندز- بغلان د لویې لارې د خوندي کیدو په هکله خبر وکړی خو د بغلان او کندز اوسېدونکي او د پارلمان غړي بیا وايي، چې حکومت سره یوازې سرک په ولکه کې دی او د څنګ په سیمو کې وسله وال مخالفین دي.

د کابل ښار د سرای شمالي په سیمه کې د کندز بغلان د لویې لارې مسافرین وايي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د کندز - بغلان په لویه لاره کې وسله وال مخالفین راوځي، دا لویه لاره بندوي او کله نا کله خو له امنیتي ځواکونو سره په ساعتونو جګړې هم کوي.

ځینې مسافر وايي، چې د کندز - بغلان په لویه لاره کې لوی ګواښ د جر خوشک په سیمه کې دی، دا مسافر بیا وايي، چې دا لاره له یوې اوونۍ راهیسې تر سختو امنیتي ګواښونو لاندې ده.

خو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د بغلان - کندز د لویې لارې جدي امنیتي ګواښ یې لرې کړی او دا لویه لاره له تېرو دوو ورځو راهیسې امنه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې یوازې د جرخوشک په سیمه کې وسله والو مخالفینو د حملاتو تمرکز درلود خو پدې لویه لار کې هیڅ تلفات ندي اوښتي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، پولیس په پام کې لري، چې د کندز - بغلان د لویې لارې په اوږدو کې د پرتو لرو سیمو امنیت هم خوندي کړي.

"د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ چې کومه پرېکړه کړې ده، هغه سیمې چې د بغلان د پولیسو پورې تړلي باید په لویه لاره تمرکز وکړي. ثابتې او ګرځنده پوستې زیاتې کړي. کوم اقدامات چې د لویو لارو د امنیت لپاره شوي پایلې یې ښې وي خو کافي ندي‪".

ځینې سناتوران بیا وايي، چې دغلته د مدیریت ضعف نشته خو اکمالات سم نه رسیږي او تشکیلات یې کم دي.

د کندز - بغلان لویه لاره په پخوا کلونو کې هم ګڼو بریدونو شاهده وه، او ان تېر کال خو وسله والو مخالفینو په لسګونو مسافر له ځان سره هم وړي وو.

XS
SM
MD
LG