د لاس رسي وړ اتصالات

پښتین: پخوا یې د مظاهرو ختمیدل غوښتل، اوس تحریک ختمول غواړي


د پښتون تحفظ تحریک مشر منظور پښتین وایي چې د خړ کمر د پیښې نه وروسته د تحریک د مشرانو او ملاتړو خلاف سخت اقدامات پیل شویدي.

منظور پښتین، د تحریک یواځینی مشر دی چې ازاد دی، د رویټرز سره په یوې مرکې کې ښاغلي پشتین ویلي دي چې په پاکستان کې د پښتون تحریک د غړیو ضد سخت اقدامات پیل شویدي او د هغه نژدې ملگري چې محسن داوړ او علي وزیر پکې شامل دي، نیول شویدي.

منظور پښتین د رویټرز اژانس سره په مرکه کې په مشخصه د چا نوم وانخست خو وویل: "هغوي اول د مظاهرو ختمول غوښتل خو اوس د تحریک ختمول غواړي. د تحریک دوه مشران نیول شویدي او د هغوي د بدنامولو لپاره په ټولنیزو رسنیو کمپاین شروع شویدی."

پښتون تحفظ تحریک چې د پاکستان د پوځ د بشري حقونو نه د سرغړونو په اړه یې غږ پورته کړیدی د چارو د یو شمیر کارپوهانو په اند د تح‏ریک د مشرانو د نیولو هدف د پښتین یواځې کول دي. دوی دا هم وایي امنیتي مقامات غواړي د تح‏ریک سختدریځه پلویان تشدد ته وپاریږي چې پوځ د هغوي خلاف د گامونو پورته کولو بهانه ولري.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور د رویټرز اژانس ته ته په یو بیان کې دا تورونه رد کړي چې گواکې د تحریک ضد یې کوم ډول گامونه پورته کړیدي.

جنرال اصف غفور وایي چې د پي ټي ایم ضد یې اقدامات نه دي کړي او زیاتوي چې ځینې کسان غواړي د نسل او ژبې د تفریق نه گټه پورته کړي او د جنگ نه وروسته د دغې سیمې پښتانه ولمسوي.

د پښتون تحفظ تحریک غړي وایي چې په خړ کمر کې د پاکستاني پوځ په ډزو کې ١٣ تنه وژل شویدي. د پاکستان پوځ وایي چې د پي ټي ایم د برید ځواب یې ورکړی و.

XS
SM
MD
LG