د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په علي وزیر د تشدد تورونه رد کړيدي


د خیبرپښتونخوا حکومت هغه رپورټونه رد کړیدي چې وایي د پښتون تحفظ تح‏ریک په مشر علي وزیر په بند کې تشدد شویدی.

د خیبرپښتونخوا حکومت د علي وزیر د مدافع وکیل هغه ادعگانې ردکړیدي چې وایي په علي وزیر تشدد شویدی او وایي چې علي وزیر ته یې د دغه ملک د قوانینو سره سم ټولې اسانتیاوې برابر کړیدي.

د پښتون تحفظ تحریک د مشرانو یو وکیل شهاب خټک امریکاغږ ته ویلي و چې په علي وزیر تشدد شویدی او د هغه په بدن د زخمونو نښانونه موجود دي.

شهاب خټک دغه څرگندونې په بند کې د علي وزیر او محسن داوړ سره د ملاقات نه وروسته کړي وې.

د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي امریکاغږ ته په دغه اړه وویل چې په بند کې په علي وزیر او محسن داوړ هیڅ ډول تشدد نه دی شوی او د پارلمان دواړو غړو ته د بند د قوانینو مطابق سهولتونه ورکول شویدي.

چارواکي وایي چې محسن داوړ او علي وزیر دواړه یې د بند په بیل بیل کوټو کې بند کړیدي. چارواکي دا هم وایي چې په دغو دواړو کسانو ځانگړې بندیزونه لگول شویدي او د هغوي سره چې څوک ملاقات کول غواړي نو هغه به د پولیسو د مشر نه اجازه اخیستل پکار وي.

د یادونې وړ ده چې محسن داوړ او علي وزیر چې دواړه د تحریک اساس ایښودونکي غړي دي او د شمالي او جنوبي وزیرستان نه د پارلمان منتخب غړي دي، دوه اونۍ مخکې امنیتي عسکرو نیولې دي او دا تور یې پرې لگولې دی چې د خړکمر په سیمې کې یې د خپلو پلویانو سره په امنیتي ځواکونو حمله کړي ده.

علي وزیر په هم دغه پیښه کې امنیتي عسکرو ونیوه خو محسن داوړ بیا دوه ورځې وروسته په خپله گرفتاري ورکړه. محسن پولیسو ته ځان د حواله کولو نه مخکې په ویډیو پیغامونو کې وویل چې امنیتي عسکرو په بی وسلې پلویانو ډزې وکړې او ١٣ تنه یې ووژل.

XS
SM
MD
LG