د لاس رسي وړ اتصالات

جان کربي:‌ د کابل پر هوايي ډګر د برید اصلي شکمن طراح د طالبانو له خوا وژل شوی دی


د متحده ایالاتو د ملي امنیت د شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي د اپریل په ۲۵ (غوایي ۵) تائیده کړه چې د داعش-خراسان هغه تروریست چې په ۲۰۲۱ کې د کابل هوایي ډګر ته څیرمه وحشتناک برید طرحه کړی و چې ۱۳ امریکایي سرتیري او په لسګونو افغانان په کې ووژل شول، د طالبانو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶ له افغانستان څخه د متحده ایالاتو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د ګډوډۍ ډکو وتلو پر مهال، د داعش د خراسان څانګې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل نړیوال هوايي ډګر شاته د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځان په چاودیدونکو توکیو ولوزاوه.

په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۷۰ افغان ملکیان او ۱۳ امریکایی پوځیان ووژل شول. پر دې سربېره د دغه خونړي برید په پایله کې سلګونه کسان ټپیان هم شول.

جان کربي پرته له دې چې ددغه برید د شکمن اصلي طراح نوم یاد کړي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې «هغه د طالبانو په عملیاتو کې وژل شوی؛ کوم چې په روان کال کې د داعش د مشرتابه یو بل تلفات دي.»

هغه همداشان وویل چې د کابل پر هوایي ډګر د برید دغه اصلي طراح د داعش – خراسان د څانګې د عمده مقاماتو څخه و چې د کابل هوایي ډګر د برید په څیر په یو شمیر بریدونو کې په مستقیمه ښکیل و او «اوس نه توانیږي چې دسیسه پلان او بریدونه ترسره کړي.»

ښاغلي کربي همداشان د طالبانو ادارې ته په خطاب کې وویل: « موږ طالبانو ته څرګنده کړې ده چې دا د دوی مسؤلیت دی تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې دوی ترهګرو، القاعدې او داعش خراسان ته خوندي ځای نه ورکوي.»


د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا دغه چارواکي زیاته کړه، چې متحده ایالات د ولسمشر جو بایډن ژمنه عمل کړی او په افغانستان، سوریه او سومالیا کې د بالقوه تروړریستي بریدونو د ګواښونو پر وړاندې د مقابلې لپاره د څارنې ظرفیت لوړ کړی دی.

کربي وویل، "ولسمشر [بایډن] به د متحده ایالاتو او د هغه د خلکو د خوندي کولو لپاره د تروریستي ګواښونو په وړاندې په هر ځای کې چې شتون ولري، ټولو اړینو اقداماتو ته دوام ورکړي."


د کربي په وینا، د داعش خراسان څانګې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو مخکې هم پر امریکا د برید هوډ درلود، «خو دا څرګنده ده چې په وروستیو دوو کلونو کې د دې ترهګرې ډلې وړتیا څه د داعش پر وړاندې د نړیوالو فشارونو، د امریکا او د هغې د ملګرو د ترهګرۍ ضد عملیاتو او یا هم پخپله د طالبانو د کمپاین د فشار په وجه له ناکامۍ سره مخامخ شوې ده.»

خو بیا هم دغه امریکايي چارواکي ټینګار وکړ چې د افغانستان له دننه څخه ګواښ به د امریکا د استخباراتو او ترهګرۍ ضد فعالیتونو په سر کې وي او امریکا به د متحده ایالاتو د ګټو پر ضد د ګواښونو څارنې او مقابلې ته دوام ورکړي.


پدې ترڅ کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي چې د کابل پر هوايي ډګر د برید د اصلي طراح وژل کېدل د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ادارې لپاره د پام وړ لاسته راوړنه ده، ځکه چې د امریکا یو پخوانی دښمن –طالبان– د ترهګرۍ له ګواښ سره د مبارزې په برخه کې مرسته کوي.


خو د متحده یاالاتو مقاماتو د وژل شوي مشکوک کس نوم نه دی ښودلی او د هغه د وژل کېدو څرنګوالی یې هم ندی په ډاګه کړی. خو ویلي یې دي چې د دې مسلې د جزئیاتو افشا کول په راتلونکي کې په سیمه کې د معلوماتو د راټولولو په برخه کې د امریکا د فعالیت وړتیا له خطر سره مخامخ کولای شي.

دغو چارواکو ویلي چې د طالبانو په دې عملیاتو کې د امریکا متحده ایالات شامل نه وو. د دغو امریکايي چارواکو په وینا، د کابل پر هوايي ډګر د برید اصلي طراح په افغانستان کې د تاوتریخوالي په نورو پېښو کې هم لاس درلود او ښايي په لویدیځ کې یې د بریدونو کولو پلان هم درلود.

واشنګټن پوسټ د یو چارواکي له قوله لیکلي، چې د کابل پر هوايي ډګر د برید د مشکوک طراح وژل کېدل د ترهګرۍ ضد مبارزې فشار په ډاګه کوي، چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه ورسره مخامخ ده.

دغه امریکايي چارواکي دا هم ویلي، چې د کابل پر هوايي ډګر د برید د شکمن طراح د وژل کېدو عملیات ښيي چې "د داعش په څېر ترهګر چې ممکن امریکایانو ته د زیان رسولو غوښتونکي دي" له یوه ډېر ننګونکي حالت سره مخامخ دي.

بل خوا، نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د بایډن ادارې د کابل د هوايي ډګر په برید کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو د کورنیو غړو سره ټیلیفوني تماسونه نیولي او هغوی ته یې دا خبر ورکړی چې د کابل د هوايي ډګر د برید اصلي مشکوک کس د طالبانو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

نيويارک ټايمز د امريکايي چارواکو له قوله ليکلي، چې تر اوسه څرګنده نه ده، چې ايا طالبانو په مشخص ډول د کابل پر هوايي ډګر د بريد شکمن طراح په نښه کړی او که نوموړی د طالبانو او د داعش د خراسان څانګې تر منځ په نښته کې وژل شوی دی.

د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سې شنبې په ورځ په یو ټوېټ کې د کابل پر هوايي ډګر د برید د اصلي مشکوک طراح وژل کېدو ته له اشارې پرته وویل چې د «تېرو دوو کلونو تجربه له هغه څه ډیره ښه ده ډېرو یې توقع درلودله- د متحده ایالاتو له خوا د ځاني تلفاتو پرته او د ۴۰ میلیارد ډالرو خوندي کول چې موږ هر کال هلته په جګړه کې مصرفول.»

خلیلزاد په دې نسبتا اوږد ټویټ کې، دا هم ویلي چې «داعش-خراسان اوس هم یو ګواښ دی او ولیدل شي چې ایا طالبان یې له منځه وړی شي او که نه. طالبان له ننګونو سره مخ دي. د بیلګې په توګه، تاجکستاني افراطیان توانیدلي چې افغانستان لاړ شي او له داعش سره یوځای شه.»

له افغانستان څخه د تخلیې د بهیر د ګډوډیو پر مهال د خونړي ځانمرګي برید پېښېدل د جو بایډن پر ادارې د سختو نیوکو لامل شوی دی.خو د بایډن ادارې د روان کال د اپریل په شپږمه، د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۱ په اګست کې له افغانستان څخه د تخلیې د خونړي او ګډوډ بهیر له امله پړ وګاڼه.

سپینې ماڼۍ په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلنې جګړې د ورستیو دوو کلونو په اړه د تر سره شوې څېړنې د راپور لنډیز خپور کړ. په راپور کې د بایډن ادارې د افغانستان په اړه د خپلو اقداماتو مسولیت تر ډېره ندی منلی او ویلي یې دي چې د ټرمپ پرېکړو د بایډن انتخاب او اختیار "سخت محدود" کړی و.


د سپینې ماڼۍ له خوا د خپاره شوي راپور په لنډیز کې راغلي چې "له افغانستان څخه د وتلو د څرنګوالي په اړه د ولسمشر بایډن انتخابونه د هغه څخه د مخکیني ولسمشر له خوا جوړو شویو شرایطو سخت محدود کړي وو" او زیاته کړې یې ده، کله چې بایډن ولسمشر شو، "طالبانو د ۲۰۰۱ راهیسې تر ټول زیات پوځي توان درلود او د هېواد شاوخوا نیمايي برخه یې تر واک او یا هم تر تهدید لاندې وه."


له افغانستان څخه امریکايي ځواکونه د هغه تړون له مخې ووتل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹ په قطر کې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال لاسلیک شو. د دغه تړون له مخې، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۱ کال د مې لومړۍ ټاکل شوې وه، خو ولسمشر بایډن د هغه کال په اپریل کې اعلان وکړ چې امریکايي پوځیان به د اګست تر پایه له افغانستان څخه ووځي.

XS
SM
MD
LG