د لاس رسي وړ اتصالات

مک ماسټر ولسمشر غني ته ټیلېفون وکړ


مک ماسټر
مک ماسټر

نن د دوشنبې په ورځ ( جون ٥) د امریکا د ملي امنیت مشاور مک ماسټر ولسمشر اشرف غني ته ټیلفون وکړ او د کابل برید یې وغنده.

مک ماسټر د کابل د تیرې اونۍ خونړۍ حمله سخته وغندله او د افغانستان سره یې د امریکا خواخوږي څرگنده کړه. مکماسټر وویل چې د امریکا حکومت د افغانستان د حکومت او ولس سره ولاړ دی.

ښاغلي مک ماسټر د ملي وحدت د حکومت سره د خپل ملاتړ یادونه وکړه او وی ویل چې ترهگر غواړي افغانان وویشي نو ځکه دا ډیره ضروي ده چې افغانان په دی مشکل وخت کې د امنیت او سولې د تر لاسه کولو لپاره متحد او قوي پاتي شي. هغه زیاته کړه چې افغانان په سولې کې د ژوند حق لري.

ښاغلي ماسټر اشرف غني او افغانانو ته د روژې د میاشتې مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې باور لري افغانان به دی سختو وختونو او دښمن ته په ماتې ورکولو کې کامیابه شي.

ښاغلي مکماسټر د افغان عسکرو زړهوړتیا هم وستایله، هغه وویل چې افغان عسکر هره ورځ د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره د خپل وطن د دښمن سره مقابله کوي.

له بلې خوا د افغانستان د ملي امنیت د شورا د دفتر په یوې اعلامیې کې ویل شویدي چې د ملي امنیت مشاور ښاغلي حنیف اتمر د یکشنې په ورځ د امریکا د ولسمشر د خاص مشاور د مرستالې او د ملي امنیت په دفتر کې د جنوبي او مرکزي اسیا د چارو د مشرې لیزا کرټس سره وکتل.

اغلې کرتس وویل، چې د امریکا متحده ایالاتو خلک او حکومت د یوه سخت سیاسي او امنیتي حالت پر مهال د افغانستان د خلکو او دولت ترڅنګ ولاړ دي. اغلي کرتس د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او ځواکمن کیدو په اړه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ته ډاډ ورکړ.

دغه اعلامیه زیاتوي چې په دغه ملاقات کې لیزا کرټس د ملي امنیت مشر ښاغلي اتمر ته دا هم وویل چې د افغانستان په هکله د ولسمشر ټرمپ ستراتیژي د تکمیل په حال کې ده او ډیره زر به د مطبوعاتو سره شریکه شي.

اعلامیه وایي چې ښاغلي اتمر د امریکا د ملاتړ نه مننه وکړه.

ټاکل شوې چې میرمن کرټس به نن د امریکا د حکومت په نمائندگۍ د کابل د پروسې په کانفرنس کې گډون وکړي.

XS
SM
MD
LG