د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ولسمشر او د نړۍ مشرانو د کابل حمله غندلې ده


د امریکا جمهورریس دونالډ ټرمپ د دغې حملې نه وروسته د افغانستان جمهورریس اشرف غني سره په ټیلیفون کې خبرې کړیدي.


د نړۍ مشرانو په کابل کې د پرون ورځې ټرورستي حمله چې پکې نوي تنه ووژل شول او د دری سوو نه زیات زخميان شويدي سخته غندلې ده.

د امریکا ولسمشر ښاغلي ټرمپ د ولسمشر غني سره په ټیلیفوني خبرو کې د کابل دغه برید سخت وغانده او ویې ویل چې د روژې په میاشت کې دغه حمله د ټرورستانو ظالمانه طبیعت څرگندوي چې د انسانیت او مدنیت دښمنان دي.

ولسمشر ټرمپ د هغه افغانانو زړه ورتیا وستایله چې د حملې نه وروسته یې د رخمیانو کومک ته ځانونه رسولې دي.

ښاغلي ټرمپ د افغان ځواکونو ستاینه هم وکړه چې د خپل ولس د خوندیتوب لپاره د هغه دښمن په ضد ولاړ دي چې غواړي افغانان د امنیت او خوشحالۍ نه بی برخې وساتي.

ښاغلی ټرمپ وایي چې د امریکا سفارت به د افغانانو او د ایتلاف د متحدینو سره یو ځای د زخمیانو سره مرسته وکړي او د ملي وحدت د حکومت سره به په دی کې مرسته وکړې چې د دغې جنایي حملې مسول کسان د عدالت منگولو ته وسپارې.

د ملگرو ملتونو عمومي منشی هم دغه حمله غندلي او ویلي یې دي چې دی ته ضرورت دی چې د افراطیت او د ټرورزم په ضد جدی مبارزه وشی.

د جرمني صدراعظمې اینگلا میرکل هم د کابل دغه ټرورستي حمله غندلې.

په دی برسیره د د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم د کابل دغه ټرورسټي حمله غندلي ده او ویلي یې دي چې د ترکیې د سفارت ودانۍ ته هم په دغه چاودنه کې تاوان رسیدلې دی.

XS
SM
MD
LG