د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د سنا د دفاعي کمیټې مشروايي چې د امریکا د جمهور ریاست د کاندیدانو ترمنځ مناظرې کې د پاکستان په اړه بحث خوشحاله کړی دی


Mushahid hussain
Mushahid hussain


د پاکستان د سنا د دفاعي کمیټې مشر، مشاهد حسین، وايي چې د امریکا د جمهور ریاست د کاندیدانو ترمنځ په مناظرې کې چې پرون وشوه د پاکستان په اړه بحث خوشحاله کړی دی.

مشاهد حسین امریکا غږ ته وویل چې هغه فکر کوي چې په مشخصه توګه د مسچوست پخواني والي میټ رامني دا وښودله چې هغه د پاکستان سره د ښو اړیکو درلودو ته سخت ژمن دی. هغه وویل چې کاندیدانو د پاکستان د اهمیت -- په تیره بیا د افغانستان او آټمي سلاوو په تړاو -- یادونه وکړه.

د پاکستان د سنا د دفاعي کمیټې مشر وویل چې که څه هم ځیني وختونه د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکې ښې نه دې، د امریکا د جمهوري ریاست د مقام لپاره کاندیدانو هغه څه چې ورته په اصطلاح پاکستان ته ((طلاق)) ورکول ویل کیږي رد کړل.

مشاهد حسین دا هم وویل چې هغه هیله درلوده چې په بحث کې به د تروریزم خلاف د پاکستان د هڅو او په افغانستان کې د سولې په اړه هم خبرې وشي.

دغه پاکستاني سناتور دا هم زیاته کړه چې د پاکستان لپاره فرق نه کوي چې په امریکا کې به څوک انتخابات وګټي داځکه چې هرڅوک چې په قدرت راشي پاکستان به په سیمې کې یو مرکزي قوت پاته شي.
XS
SM
MD
LG