د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې په شیشه د اخته کسانو پر زیاتوالي اندېښنې


په خوست کې په شیشه د اخته کسانو پر زیاتوالي اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:17 0:00

په خوست کې د معتادو کسانو ترمنځ د شېشې يا کريسټال استعمالوونکو شمېر مخ پر زياتېدو دی، د دې ولايت خلک له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د شېشې ترڅنګ د ټولو نشه يي توکو د کاروبار مخه ونيسي.


په خوست کې د معتادو کسانو ترمنځ د شېشې يا کريسټال استعمالوونکو شمېر مخ پر زياتېدو دی، د دې ولايت خلک له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د شېشې ترڅنګ د ټولو نشه يي توکو د کاروبار مخه ونيسي.

د خوست د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اوسېدونکی خالد د تېرو دوو کلونو راهيسې، چې د ښوونځي زده کوونکی و،‌ له خپل يوه ټولګيوال سره د ملګرتيا په نتيجه کې په نشه يي توکو روږدی شوی.

ده نشه لومړۍ له شېشې نه پيل کړې ده. خالد وايي، چې په لومړيو دريو ورځو کې يې د خوند لپاره شېشه وڅکوله او وروسته له هغه پرې معتاد شو او اوس يې د اړتيا له مخې څکوي.

هغه وايي "زه سم شا ته پسې لاړم، آخر مې پر دغو نشه يي‌موادو ګير کړ. ما ورته وويل چې دا څه شی دي، ده وويل چې دا کرېسټال دي. ورته ومې ويل چې دا خو پر ما هم وڅکوه، بس د هغې ورځې راوروسته پرې روږدی شوم".

د شېشې پوډر سپين رنګه ماده ده چې د هېروئينو پوډرو ته ورته دي. په نشه يي توکو روږدي کسان وايي، چې دا مخدره مواد د خوست په مرکز او ولسواليو کې د معتادينو د لاسرسي وړ دي.

روغتيايي چارواکي‌وايي،‌چې نسبت نورو مخدره موادو ته د شېشې نشه روږدو کسانو ته کاذب قوت وربخښي او په دغو موادو روږدي کسان تر ډېره د خوب له نعمت څخه بې برخې دي.

په ورته وخت کې خلک له حکومت نه غوښتنه کوي چې د نورو نشه يي توکو ترڅنګ دې د کرېسټال يا د شېشې د قاچاق او خرڅلاو مخنيوی وکړي.

روغتيايي چارواکي وايي،‌چې د خوست په اويا بستريز روغتون کې د هغو روږدو درملنه کېدونکو کسانو شمېر د پام وړ دی،‌چې د شېشې په څکولو روږدي شوي.
XS
SM
MD
LG