د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د کوکنارو اړولو کمپاین او د کروندګرو غوښتنې


په ننګرهار کې د کوکنارو اړولو کمپاین او د کروندګرو غوښتنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:18 0:00

په ننګرهار کې د کوکنارو اړولو کمپاین پیل شوی، چې په پیل کې یې د دغه ولایت په خوږیاڼو او شېرزادو ولسوالیو کې د پولیسو له خوا په لسګونه جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه.


په ننګرهار کې د کوکنارو اړولو کمپاین پیل شوی، چې په پیل کې یې د دغه ولایت په خوږیاڼو او شېرزادو ولسوالیو کې د پولیسو له خوا په لسګونه جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند لومړی څارن فرید خان وايي چې دا کمپاین د دې لپاره پیل شوی دی چې ټول کرل شوي کوکنار له منځه یووړل شي.

هغه وايي "د خوږیاڼو ولسوالیو په مربوطاتو کې او روداتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې چې پر ۳۵ جریبه ځمکه کوکنار کرل شوي وو، واړول شول دا لړۍ به ادامه پیدا کوي او په هغه سیمو کې چې کوکنار کرل شوي دي هغه به هم واړول شي".

دا کمپاین داسې مهال پیلېږي چې ننګرهار کې د کوکنارو کښت د تېرو کلونو په پرتله کم شوی دی.

چارواکي وایي پخوا به په څوارلسو ولسوالیو د کوکنارو کښت کېدی خو اوس دغه کچه شپږو ولسوالیو ته راښکته شوې ده.

کروندګر وایي که څه هم ډېری کروندګر اوس د کوکنارو کرلو ته زړه نه ښه کوي، خو حکومت ور سره د بدیل معیشت په برخه کې ډېر کومک نه کوي.


XS
SM
MD
LG