د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا: د ځوانانو په منځ کې د قیلون څکول زیات شوي


پکتیا: د ځوانانو په منځ کې د قیلون څکول زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:01 0:00

په پکتيا کې يو شمېر ځوانانو د قيلون استعمال ته مخه کړې ده. ځينې خلک وايي، چې د قيلون استعمال په نشه يي توکو د اعتياد کچې د زياتېدا لامل ګرځي.


په پکتيا کې يو شمېر ځوانانو د قيلون استعمال ته مخه کړې ده. ځينې خلک وايي، چې د قيلون استعمال په نشه يي توکو د اعتياد کچې د زياتېدا لامل ګرځي.

يو شمېر خلک له حکومت نه غواړي چې پر قيلون بنديز ولګوي او له عامه ځايونو څخه يې ټول کړي.

په داسې حال کې چې يو شمېر خلک اندېښنه لري چې ګوندې قيلون د اعتياد لامل ګرځي، دا ځوانان وايي، چې قيلون نشه نه راوړي او يواځې يې د خوند او ساعتېرۍ لپاره څکوي.‌

قيلون څکوونکی مینه جان وايي "دلته هر څوک هر رقم استفاده ترې کولای شي. نشه يي توکي پرې ايښی شی. هغه خو د هر چا خپل زړه دی. موږ دلته د ميوې قيلون جوړ کړی دی. هر رقم ميوه لکه انار، مڼه او نور شيان، دا خو چې څوک غلطه اسفتاده ترې کوي، هغه هم ترې کولای شي".

له دې کبله چې په دې وروستيو کلونو کې په هوټلونو، پارکونو او ځينو نورو تفريحي ځايونو کې قيلون ته لاسرسی ډېر شوی، د څکوونکو شمېر يې هم مخ پر زياتېدو دی.

عام باور دا دی چې د قليون پر استعمال بنديز ښايي تر يوه بريده پر مخدراتو د اعتياد د کنترول شي.

په ورته وخت کې د پکتيا پوليس هم د قيلون پر زيات استعمال اندېښنه لري، خو وايي، چې د مخنيوي لپاره به يې د مخدره توکو په څېر چلند ورسره وکړي.

د خلکو اندېښنه دا ده چې په پکتيا کې د روږدو کسانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی. دا مهال په دې ولايت کې لسګونه زره کسان په نشه يي‌توکي روږدي ښودل کيږي.

XS
SM
MD
LG