د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیا کې د نشه يي توکو د مخنیوي لپاره د پولیسو هڅې


په پکتیا کې د نشه يي توکو د مخنیوي لپاره د پولیسو هڅې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:05 0:00

د پکتيا پوليس وايي چې په تېرو درېيو مياشتو کې يې په دغه ولايت کې شاوخوا يو ټن نشه يي توکي نيولي او ضبط کړي ‌دي او په دې تړاو يې يو شمېر کسان هم نيولي او څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.


د پکتيا پوليس وايي چې په تېرو درېيو مياشتو کې يې په دغه ولايت کې شاوخوا يو ټن نشه يي توکي نيولي او ضبط کړي ‌دي او په دې تړاو يې يو شمېر کسان هم نيولي او څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

په داسې حال کې چې خلک وايي، نشه يي مواد په ازادانه توګه لا هم د روږدو کسانو د لاسرسي وړ دي، د پکتيا پوليس وايي، چې د تېرو دريو مياشتو په موده کې يې شاوخوا يو ټن نشه يي توکي ضبط کړي دي.

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال نجيب الله سرتېر وايي، چې په يادو مخدره موادو کې څلور کيلو ګرامه شېشه،‌ دوه کيلو ګرامه هېروئين، يوه اندازه ترياک او پاتې نور يې خام او پاخه چرس دي.

هغه وايي "يو ټن مختلف النوع مخدره توکي‌مو نيولي دي چې له دې سره مو ۲۵ کسان، ۷ ميله مختلف النوع سلاح او دوې عرادې وسايط نيولي‌ او د قانون منګولو ته مو سپارلي دي".

د پکتيا د پوليسو قوماندان وايي، سربېره پر دې چې د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو د مخنيوي په برخو کې هلې ځلې کوي،‌د مخدره موادو د کرکيلې د مخنيوي په اړه هم جدي‌ګام اخلي.

د پکتيا يو شمېر اوسېدونکي بيا له نشه يي توکو سره د پوليسو له مبارزې خوښ نه دي، دوی له حکومتي چارواکو غوښتنه لري چې د يادو توکو د قاچاق مخنيوي ترڅنګ يې د خرڅلاو مرکزونه هم له منځه يوسي.

که څه هم په پکتيا کې له چرسو پرته نور مخدره توکي نه توليديږي،‌خو له نورو ولايتونو څخه دې ولايت دغه توکي قاچاقېږي، پر دې سره په دغه ولايت کې لسګونو زرو کسانو ته د اعتياد زمينه برابره شوې.
XS
SM
MD
LG