د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د ملي انتخاباتو څخه څو اوونۍ وړاندې چارواکو د نوې ډهلي اعلی وزیر نیولی


پولیسو د ارویند کیجریوال ګڼ شمیر پلویان د مظاهرو په ترڅ کې نیولي دي.
پولیسو د ارویند کیجریوال ګڼ شمیر پلویان د مظاهرو په ترڅ کې نیولي دي.

په هند کې پولیسو جمعه مارچ ۲۲ (وري ۳) د نوې ډهلي اعلی وزیر ارویند کیجریوال پداسې حال کې بیا محکمې ستون کړ چې ټاکل شوې پدې هیواد کې څو اوونۍ وروسته ملي انتخابات وشي.

د صدراعظم نریندرا مودي سیاسي مخالفینو تور لګولی چې د هغه تر مشرۍ لاندې حکومت غواړي تر انتخاباتو وړاندې مخالفین په نښه کړي.

ښاغلی کیجریوال د عام آدمي (عام وګړي ) ګوند مشر دی، تازه یې د څو ګوندونو ائتلاف جوړ کړې او غواړي چې په راتلونکو انتخاباتو کې د برحال صدراعظم مودي په خلاف په انتخاباتو کې برخه واخلي خو پولیسو هغه تیره ورځ د فساد یوې پخوانۍ قضیې کې ونیوه او محکمې ته یې ورستون کړ.

دا ائتلاف چې د "INDIA" نوم ورکړل شوی تر لسو ډیر ګوندونه یې غړي دي او د ښاغلي کیجریوال سره یې خپل ملاتړ څرګند کړی.

دې بلاک د جمعې په ورځ په پایتخت نوي ډهلي او نورو ښارونو کې مظاهرې وکړلې او په فدرالي ادارې چې ښاغلی کیجروال یې نیولی، تور ولګاوه چې تر انتخاباتو وړاندې غواړي سیاسي مخالفین کمزوري کړي او وې ځوروي.

پولیسو همدارنګه د ښاغلي کیجریوال د ګوند ګڼ شمیر غړي او پلویان نیولي دي.

د کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي د کیجریوال تر نیول کیدو وروسته د اکس په ټولینزې شبکې کې، صدراعظم نریندرا مودي ته په خطاب کې لیکلي، "یو ډارن دیکتاتور غواړي چې مړه دیموکراسي جوړه کړي".

د ترینامول کانګرس ګوند مشرې مماتا بینرجي پیا د عام آدمي ګوند د مشر نیول کیدل په دیموکراسۍ "ښکاره حمله" بللې.

د کانګرس مهم سیاسي مخالف ګوند د نریندرا مودي په مشرۍ د بهاتیا جانتا هندو ملت پال ګوند باندې تور لګولی چې د انتخاباتي مبارزې لپاره یې ددې ګوند د هلو ځلو مخه نیولې ځکه چې د هند د مالیې ادارې د یو مالي جنجال له کبله د دې ګوند بانکي حساب ته لاسرسی بند کړی.

خو د BJP‍ ګوند بیا پدې چارو کې سیاسي لاسوهنې ردوي او وایي چې د فدرالي حکومتي ادارو په چارو کې لاس نلري.

ښاغلی کیجریوال او د دې ائتلاف ګڼ شمیر غړي د جنایي تحقیقاتو لاندې دي خو دا بلاک ادعا لري چې دا سیاسي دسیسه ده چې د بهارتیا جانتا ګوند په لمسون کیږي.

ښاغلی کیجریوال د جمعې په ورځ د نوې ډهلې یوې محکمې ته وړاندې شو او محکمې پریکړه وکړه چې د روانې مارچ میاشتې تر ۲۸ مې نیټې پورې به دی د هند د مالي جنایاتو تحقیقاتي اداري سره بندي وي.

وړاندې تر دې چې کیجریوال د پولیسو لخوا محکې ته د قضیې اوریدو په خاطر وړاندې شي، هغه د محکمې څخه د باندې خبریالانو ته وویل، " ما ژوند هیواد ته وقف کړی که زه دننه یم او یا د باندې"

د کیجریوال د حقوقي ټیم یو غړي شادان فراسات د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د محکمې اوسنۍ پریکړې څخه وروسته به د دې ګوند غړي د خپل راتلونکي اقدام پریکړه وکړي.

د عام آدمي ګوند همدارنګه ویلي چې مشر یې د نوې ډهلي اعلی وزیر په توګه د خپلې دندې څخه لا استعفا نده کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG