د لاس رسي وړ اتصالات

نوې سروې: د سولې خبرې ناکامې شوې


د افغانستان د ستراتيژيکو څیړنو مرکز دا سروې نن په کابل کې خپره کړې ده چې په کې په ۱۵ ولایتونو کې د ۱۵۴۰ تنو سره خبرې شوي دي
د افغانستان د ستراتيژيکو څیړنو مرکز دا سروې نن په کابل کې خپره کړې ده چې په کې په ۱۵ ولایتونو کې د ۱۵۴۰ تنو سره خبرې شوي دي

د افغانستان د ستراتيژيکو څیړنو مرکز د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په هکله په پنځلسو ولایتونو کې د یو زرو پنځه سوه او څلوېښت تنو سره د شوو مرکو په اساس یوه تازه سروې خپره کړه، چې غوټ اکثریت د سولې د خبرو د راتلوونکي په هکله ناهیلي ښودلې ده.

دا څېړنه چې د تهران پوهنتون د ټولنیزو علومو د پوهنځي د یوه استاد تر څارنې لاندې ترسره شوې ده، نن په کابل کې په یوه غونډه کې پایلې یې خبریالانو سره شریکې شوې.

پدې سروې کې ویل شوي، چې یو ویشت اعشاریه پنځه فیصده مرکه شوو مرکه کوونکو ته ویلي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې تر یوه بریده پورې بریالۍ وې، خو پدغه سروې کې د سولې د خبرو د بریالیتوب په برخه کې د ملي یووالي د حکومت د بریالیتوب کچه اته ویشت اشاریه یو شپېته فیصده ښودل شوې ده.

اندېښنې

پنځه ویشت فیصده مرکه کوونکو د خلکو په حقوقو باندې په معاملې باندې اندېښنه ښودلې، شل فیصده د سولې په نه ټینګېدو باندې، نوولس فیصدو د سولې د خبرو په نه روڼتیا باندې اندېښنه ښودلې، څوارلس اشاریه درې فیصدو یې د ښځو حقوقو ته نه په پاملرنې اندېښنې ښودلي دي او دیارلس اشاریه اووه فیصده د اساسي قانون ارزښتونو ته په نه پاملرنې اندېښنه ښودلې ده.

په ټوله کې اته شپیته فیصده ځواب ویونکو د سولې بهیر ته د مخالفو وسله والو را جذبولو بهیر ناکام بللی دی.

د ستراتيژیکو مطالعاتو د مرکز څېړونکي حسین علي کریمي ددې سروې د خپرولو په مهال وویل "تقریبا اته څلوېښت فیصده ځواب ویونکي پدې باور وو، چې پاکستان او د سیمې هیوادونه په افغانستان کې د جنګ او ناامنۍ نه ګټه اخلي".

دغو ځواب ویونکو کمزوری دولت، پراخه فساد، قومي اړیکې، فقر او بې سوادي، سیمه ایزه زورور، د مخدره موادو مافیايي ډلې او د بهرنیانو شتون د سولې په وړاندې سترې ننګونې بللې دي.

ددې سروې څېړونکو حکومت ته د وړاندیز په ډول وویل چې د سولې د عالي شورا جوړښت ته دې له سره کتنه وکړي، خو بل د سولې د عالي شورا مرستیالې حبیبه سرابي وویل چې پدغه شورا کې به ژر دوه مېرمنې د سلاکارانو په توګه وګمارل شي.

دا سروې په داسې حال کې خپریږي، چې د څلور اړخیزو ناستو د پرېکړو په اساس د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې په اسلام اباد کې د سولې خبرې ونه شوې او لا هم تراوسه د مخامخ خبرو لپاره نیټه نه ده ټاکل شوې.

د افغانستان حکومت وایي چې لا هم د سولې خبرو ته هیله من دی.

د افغانستان د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب له خوا افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره چمتوالی د افغان حکومت مخالفو وسله والو سره د سولې د خبرو په برخه کې مهم ګام ګڼي او له نورو وسله والو ډلو غواړي چېد سولې بهیر سره دې یوځای شي.

XS
SM
MD
LG