د لاس رسي وړ اتصالات

ولې هرکال میلیونونه سیلانیان د نیویارک ښار لیدو ته ورځي؟


د نیویارک ښار ټایمز سکویر
د نیویارک ښار ټایمز سکویر

د امریکا نیویارک ښار نه یوازې په ملي، بلکې په نړیواله کچه شهرت لري، دې ښار ته هر کال لږترلږه ۶۳ میلیون کسان د سیل او چکر لپاره راځي.

نیویارک د سرګرمیو، فیشن او سوداګرۍ سرلاری بلل کیږي.

نیویارک په دنګو ودانیو پیژندل کیږي، او د ټایمز سکویر، ددې ښار تر ټولو مشهور ځای دی. امود راجي چې د عربستان اوسیدونکی وايي چې نیویارک یې ډیر خوښیږي. هغه وايي "راجي واييدا ځای زما ډیر خوښیږي، زه ورسره مینه لرم، د ډیرو خلکو لیدو حیران کړی یم، خوندور ځای دی. "

د نیویارک ښار یوه بله لیدونکې کاتلیکا چې د هند اوسیدونکې ده امریکا غږ ته وویل "لومړي ځل لپاره ټایمز سکویر ته راغلې ډیره خوشحاله ده او توکي پکې ډیر قیمته دي."

نیویارک په ۱۶ مه پیړۍ کې جوړ شوی، د نړۍ هر دریم سیلاني یو ځل نیویارک ته راغلی دی او هر کال نږدې ۶۳ میلیون سیلانیانو کوربه توب کوي.

جیسن کاستاریکا اوسیدونکی دی، دی وايي "زما نیویارک او د ټایمز سکور خوښیږي، ځکه د نړۍ مرکز دی."

د نیویارک ښار په هکله د امریکا غږ اشنا ټلویزیون ځانګړی رپوټ دلته وګورئ

ولې هر کال په میلیونونو کسان نیویارک ته ځي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

د مسلمانانو د حلالو خوړو په شمول، په نیویارک کې هر ډول رستورانونه موندل کیږي .

نیویارک هره ورځ د بدلون په حال کې دی، ددغه ځای اوسیدونکي وايي نن ورځ د سبا په څیر نه ده. د نیویارک یوه اوسیدونکې زولا وايي نیویارک کې کار کول سخت دی، زیات رقابت دی، باید زیات کار وکړې.

د نیویارک د ښار د اوسیدونکو شمیر څه باندې اته اعشاریه شپږ میلیون کسانو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG