د لاس رسي وړ اتصالات

نیوزیلنډ د افغانستان سره د کرکټ یوه ټسټ لوبه اعلان کړه


د نیوزیلنډ لوبغاړي د کرکټ په یوه ټسټ لوبه کې
د نیوزیلنډ لوبغاړي د کرکټ په یوه ټسټ لوبه کې

نیوزیلنډ د سه شنبې په ورځ اپریل ۳۰ (غوايي ۱۱) اعلان وکړ چې د افغانستان سره د سپتمبر په میاشت کې د کرکټ یوه ټسټ لوبه کوي. له دې یوه میاشت وړاندې، استرالیا له افغانستان سره د ۲۰ اوریزو سیالیو یوه لړۍ ځنډولې وه.

د استرالیا کرکټ بورډ د اګست د میاشتې د پاره د پلان شوې درې لوبو لړۍ د ځنډولو لامل په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو ناوړه چلند وښود.

دا دریم ځل وو چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې، له نړیوال جام بهر استرالیا له افغانستان سره د کرکټ لوبه کول لغوه کوي.

د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ د ټسټ لوبې د پاره تراوسه ځای نه دی ټاکل شوی.

نیوزیلنډ په ویسټ انډیز کې د ۲۰ اوریزو لوبو په راروان نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه له افغانستان سره لري.

نیوزیلنډ کرکټ بورډ وویل چې له افغانستان سره د ټسټ لوبې کولو پرېکړه د بورډ او لوبغاړو د ټولنې په کچه شوې ده.

د نیوزیلنډ د کرکټ بورډ ویاند ریچارډ بوک په یوې خبرپاڼې کې وویل: "په دې نظر توافق وشو چې د لوبو ځنډول او منزوي کول په افغانستان کې وضعیت نه بدلوي. دا به ډیره اغیزمنه وي چې د مذاکراتو او په لوبو کې د ګډون لار پرانیستې وي او په عین وخت کې د بدلون لپاره جدي غوښتنه جاري وساتل شي."

په وروستي نړیوال جام کې د کرکټ ځینو سترو ټیمونو ته له ماتې ورکولو وروسته، په افغانستان کې د کرکټ محبوبیت زیات شوی دی.

خو د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې په دغه لوبه کې له ګډون څخه په قطعي ډول منع شوي دي.

افغانستان خپلې نړیوالې لوبې زیاتره وخت د متحده عربي اماراتو او نورو دریمګړو هېوادونو په لوبغالو کې ترسره کوي.

د نیوزیلنډ کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي: "د نیوزیلنډ کرکټ بورډ په دې باور دی چې کرکټ د ټولو لوبه ده او غواړي چې په لنډ راتلونکي کې په افغانستان کې په لوبو کې د ښځو د ګډون د پاره ملاتړ زیات شي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG