د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما له سیاسي ټوکو ټکالو ډکه وینا وکړه


دغه امریکايي ټوکمار، په ټوکو کې د ولسمشر اوباما د غوصې حالت تمثیل کړ.
دغه امریکايي ټوکمار، په ټوکو کې د ولسمشر اوباما د غوصې حالت تمثیل کړ.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما د سپینې ماڼۍ د خبریالانو په عنعنوي میلمستیا کې د غونډې گډونوالو سیاسي ټوکې کړې.

د شنبې په ماښام خبریالان، سیاستوال، او وتلې څیرې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو په دودیزه میلمستیا کې د ولسشمر اوباما د ټوکو اوریدلو ته راټول شوی وو، چې پر خپل ځان او سیاسي حریفانو یې وکړې.

ولسشمر د خبریالانو د اتحادیې په میلمستیا کې وویل، "عجیبه ده، وخت څومره چټک تیریږي. ډیر ژر به د جمهوري ریاست کمپاین پیل شي، او زه بې صبرانه انتظار یم چې کوچ وروڼه به څوک انتخابوي." - چارلس کوچ او ډیویډ کوچ د امریکا ستر سرمایه داران دي چې کاندیدانو ته د کمپاین پېسې ورکوي.-

اوباما زیاته کړه "مارکو روبیو، رانډ پال، ټډ کروز، جب بوش. سکاټ واکر،........ په پای کې به د گلاب گل څوک واخلي؟ " -دا ټول کاندیدان دي او د هغې تلویزیوني خپرونې سره یې تشبیه کړل چې نجلۍ په ډېرو هلکانو کې یو خوښوي.-

ښاغلي اوباما یوه داسي ټوکه هم وکړه چې اشاره یې د هیلري کلنټن انتخاباتي کمپاین ته وه. "ډیر امریکایان د راتلونکې په اړه مطمین نه دي. د بېلکې په ډول، زما یوې ملگرې تر څو اونۍ وړاندې پورې میلیونونه ډالر گټل، خو اوس په ایوا ایالت کې په یو موټر کې اوسیږي."- هیلري کلنټن خپل انتخاباتي کمپاین له ایوا ایالت څخه پیل کړ او تر هغه ځایه په یو بس موټر کې ولاړه.-

جمهور رئیس اوباما په داخلي سیاسي حریفانو سختې ټوکې وکړې او ناست خبریالان، سیاستمداران او سرمایه داران یې ښه ډېر وخندول. د کانگرس د جمهوري غوښتونکي رئیس جان بینر لخوا د اسرائیلو صدراعظم نتنیاهو ته د وینا کولو د بلنې په مناسبت یې داسي ټوکه وکړه "زه اوس دومره زوړ ښکارم، چې جان بینر، وار له مخې صدراعظم نتنیاهو راغوښتی وو چې جنازه مې وکړي."

جمهور رئیس په خپله خوندوره وینا کې هغه خبریالان هم یاد کړل چې په تېر کې وژل شوي دي. ستیون سکاتلوف او جیمز فولي یې یاد کړل چې په سوریې کې وژل شوي وو. د بندي خبریالانو د راخوشي کولو ژمنه یې وکړه او د واشنگټن پوسټ د خبریال جیسن رضایان په اړه چې په ایران کې بندي دی، وویل "نهه میاشتې کیږي چې جیسن په تهران کې بندې دي، او یوازینی دلیل یې دا دی چې هغه د ایران د ولس غږ د واشنگټن پوسټ تر لوستونکو رارسولی وو او د انسانانو ترمنځ پول وو."

د سپیېنې ماڼۍ د خبریالانو د اتحادیې په کلنۍ میلمستیا کې جمهور رئیس ټوکې کوي او په دې میلمستیا کې د ځوانو خبریالانو د روزنې د پاره پېسې غونډیږي.

په دودیز ډول د جمهور رئیس وینا پر خپلو ملگرو او سیاسي رقیابنو باندې پر ټوکو راڅرخي.

XS
SM
MD
LG