د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د هاوان مرمۍ د لګیدو له امله یو ماشوم ووژل شو


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د خوست پولیس وايي چې د دغه ولایت په صبریو ولسوالۍ کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګیدو له امله يو ماشوم وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.

د خوست د امنيه قوماندانۍ وياند نجيب احمد نجيب نن چهارشنبه اګست ۱۱ (زمري ۲۰) امريکا غږ ته وويل، ياده پېښه تېره شپه د دې ولايت د صبريو ولسوالۍ په زمبر سيمه کې شوې ده.

نوموړي زياته کړه، د هاوان مرمۍ په سيمه کې ‌د وسله والو طالبانو له خوا ويشتل شوې او پر يوه کور لګېدلې ده.

د سيمې اوسېدونکي بيا وايي، چې په ياده پېښه کې د يوې کورنۍ دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

په روانه اونۍ کې دا دويم ځل دی، چې په ياده ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د ملکي خلکو پر کورونو لګيږي او يو شمېر ماشومانو ته مرګ ژوبله اړوي.

د تېرې شنبې په ورځ هم د صبريو ولسوالۍ په ليونخېلو کلي کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له کبله دوه ماشومان وژل شوي، درې ماشومان او يو سړی ټپيان وو.

که څه هم حکومت ددغو پيښو پړه پر وسله والو طالبانو اچولې، خو دغې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په وروستيو څو ورځو کې د جګړو پرمهال په افغانستان کې ماشومانو ته اوښتې مرګ ژوبله ټکان ورکوونکې بللې ده.

دغې ادارې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې د جګړې په زیاتېدو سره د افغان ماشومانو حقوق تر پښو لاندې کېږي او راتلونکی یې له خطر سره مخ کوي.

XS
SM
MD
LG