د لاس رسي وړ اتصالات

داعش ډله ادعا کوي کابل کې چاودنه دوي کړې


تصویر د دغې پېښې نه دی او پخوانی دی.
تصویر د دغې پېښې نه دی او پخوانی دی.

د داعش ډله ادعا کوي چې د کابل د تېرې ورځې برید، چې د طالب مقاماتو په وینا یو تن په کې وژل شوی او درې نور ژوبل دي، د هغوی کار و.

چاودنه تېره ورځ شنبه اپریل ۲۰ (ثور لومړۍ) د کابل ښار په خوشحال خان مېنه (کوټه سنګي) کې شوې ده.

په کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي دي چې چاودنه په یو موټر کې د نښلول شوې بمب له کبله شوې ده چې موټر چلوونکی او درې نور ولسي خلک په کې وژل شوي دي.

خو د داعش ډله ادعا کوي چې چاودنه په یو لوی موټر، چې هزاره افغانان په کې ناست وو، شوې ده.

دغې ډلې د خپل ټیلیګرام په چینل کې دا ادعا کړې ده چې په برید کې «موټر ویجاړ شوی او لس تنه وژل شوي او ژوبل» شوي دي.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته چاودنې او بریدونه کم شوي، خو لا هم په د داعش ډله دغلته یو خطر بلل کېږي.

تېره میاشت په کندهار کې د بانک مخې ته یو برید وشو. داعش وايي برید ځانمرګی او د دوی کار و. طالب مقاماتو وویل چې د کندهار په برید کې درې تنه وژل شوي، خو د روغتون مسئولینو د فرانسې خبري‌اژانس ته ویلي وو چې په برید کې ۲۰ تنه وژل شوي.

د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې په هزاره افغانانو او د هغوی په غونډو او سیمو باندې یو شمېر چاودنې شوې او د داعش ډلې یې مسئولیت منلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG