د لاس رسي وړ اتصالات

د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ نوې معینه: تر نارینو به زیاتې هڅې وکړم


د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ جوړولو نوې معینه حسنا جلیل
د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ جوړولو نوې معینه حسنا جلیل

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ جوړولو په چارو کې نوې ټاکل شوې معینه حسنا جلیل وايي، د دې لاسته راوړنې به تر هغو کسانو زیاتې وي چې مخکې په دغه برخه کې کار کاوه.

اغلې جلیل نن چهارشنبې د «لېندۍ پر۱۴مه» له امریکا غږ سره پخپلې لومړنۍ مرکه وویل چې پر خپلې ژمنې ولاړه ده او هېڅ تغیر به ونه کړي.

نوموړې نن رسماً د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ جوړولو د مرستیالې په توګه وټاکل شوه.

هغه وايي، دا به د افغانستان د ښځو په استازیتوب چې د ټولنې نیمه برخه تشکیلوي په دغه وزارت کې کار وکړي.

نوموړې زیاته کړه چې په دغه وزارت کې به له هر نارینه څخه زیات د قانون د حاکمیت او عامه نظم د تامین په برخه کې هڅې وکړي.

حسنا جلیل ۲۶کلنه ده له افغان امریکايي پوهنتون څخه په اداري برخه کې ماسټري لري، درې کاله یې په اداري «منجمنټ» او د خصوصي سکټور په رهبرۍ او د کانونو او معدن په وزارت کې کې کار کړی.

په کورنیو چارو وزارت کې د پالیسۍ جوړولو په برخه کې د نوموړي د ټاکل کېدو د خبر په خپرېدو سره پر ټولنیزو رسنیو د نوموړې د «جنسیت او عمر» په اړه پراخ غبرګونونه را وپارېدل.

احمد ظاهر ولي د نوموړې ټاکل کېدو ته په غبرګون کې پر خپل فېسبوک لیکلي:"نو پلان او پالیسي نه سوه!!"

خو یو شمېر نورو کسانو بیا د نوموړې ټاکل کېدل ستایلي، د یاد کسانو له ډلې مشتاق رحیم ویلي:"هو، هر کله مو چې نقد کولو نو خپل ېو شمېر نارینه معینان او وزیران هېر نه کړئ. باوروکړئ چې له هغو که دا جنۍ تکړه نه وي، د هغو هومره به خېله هم نه وي!"

اغلې جلیل دغو غبرګونو ته په ځواب کې وايي چې د خلکو په منفي څرګندونو سره به له خپل هوډ څخه پر شا نشي او زیاتوي چې خلکو ته باید چانس ورکړل شي چې زهنونه تغیر شي.

نوموړې زیاته کړه: "منفي کمنټونه او منفي نظریات به زما د پرمختګ مخه ونه نیسي، او هغه ژمنه چې د افغانستان له خلکو سره لرم ورباندې ولاړه یم."

دا لومړی ځل دی چې یوه مېرمن د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پالسۍ په چارو کې معینه ټاکل کېږي.

حسنا جلیل تر دې مخکې د کانونو او معدن وزارت کې د پلان او پالیسۍ د ریاست مسؤلیت په غاړه لاره.

تر دې مخکې مسعود عزیزي د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ جوړولو مرستیال و.

XS
SM
MD
LG