د لاس رسي وړ اتصالات

چین په پاکستان کې له خونړي برید وروسته پر دوو پروژو کار وځنډاوه


یو ځانمرګي بریدګر په خیبر پښتونخوا کې د یو بریښنا بند د جوړولو ځای ته څېرمه د چینايي انجنیرانو موټر په نښه کړ.
یو ځانمرګي بریدګر په خیبر پښتونخوا کې د یو بریښنا بند د جوړولو ځای ته څېرمه د چینايي انجنیرانو موټر په نښه کړ.

پاکستاني مقاماتو د جمعې په ورځ مارچ ۲۹ (وري ۱۰) وویل چې چینايي شرکتونو په دغه هېواد کې په یو ځانمرګي برید کې د پنځو چینايي انجنیرانو له وژل کېدو وروسته د دوو سترو بریښنا بندونو د جوړولو کار ځنډولی دی.

دغو شرکتونو له پاکستان څخه غوښتي چې پر پروژو د کار د بیا پیل کېدو وړاندې پاکستان باید د دوی د امنیت د ټینګولو نوي پلانونه وړاندې کړي. ویل شوي چې په دغو پروژو کې له ۱۲۰۰ څخه زیات چینايي وګړي کار کوي.

په پاکستان کې پر چینايي وګړو باندې دوامدار بریدونه د دواړو هېوادونو د اندېښنې لامل شوي دي.

یو ځانمرګي بریدګر د سه شنبې په ورځ په خیبر پښتونخوا کې د یو بریښنا بند د جوړولو ځای ته څېرمه د چینايي انجنیرانو موټر په نښه کړ. د چاودنې په نتیجه کې موټر د سرک د غاړې یوې کندې ته ولوېد.

د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت یو جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرنس پرس ته وویل، د چهارشنبې له ورځې راهیسې د چین ګېزوبا ګروپ شرکت په دې ایالت کې د داسو بند د جوړولو کار درولی او د "پاور چاینا" شرکت د دیامیر بهاشا د بند کار ځنډولی دی.

دغه چارواکي وویل: "هغوی له حکومت څخه د نویو امنیتي پلانونو غوښتنه کړې ده... د داسو په بند کې شاوخوا ۷۵۰ چینايي انجنیران کار کوي او ۵۰۰ نور د دیامیر بهاشا د بند په جوړولو بوخت دی."

دغه چارواکي زیاته کړه چې چینايي انجنیران بریښنا بندونو ته څېرمه د خپلو اوسېدو په ځایونو کې محدود پاتې دي او بیرون ته پر وتلو یې بندیز لګول شوی دی.

چین تراوسه په دې اړه رسمي دریځ ندی څرګند کړی خو له دې وړاندې یې له پاکستان څخه په مکرر ډول غوښتنه کړې چې د چینايي اتباعو د خوندیتوب ډاډ ورکړي.

په پاکستان کې د دوو بریښنا بندونو په پروژو کې له ۱۲۰۰ څخه زیات چینايي وګړي کار کوي.
په پاکستان کې د دوو بریښنا بندونو په پروژو کې له ۱۲۰۰ څخه زیات چینايي وګړي کار کوي.

د چین او پاکستان اړیکې

چین په اقتصادي بحران کې د ګیر پاکستان تر ټولو نږدې سیمه ایز متحد بلل کیږي، چې د مالي ستونزو د هواري په برخه کې ورسره مرستې کوي.

بیجینګ د خپل "یو کمربند او یوې لارې" د زیربنايي پروژو د دوو ټریلیون ډالرو نړیوال نوښت په چوکاټ کې، په پاکستان کې په میلیاردونو ډالر پانګونه کړې ده.

خو پاکستانیان له اوږدې مودې راهیسې شکایت کوي چې دوی ددې پروژو په دندو او ګټه کې خپله مناسبه برخه نه ترلاسه کوي.

د سه شنبې ورځې برید په اسلام اباد کې د چین په سفارت کې د ډپلوماتیکو فعالیتونو د چټکتیا لامل شو. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او همدارنګه د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزیرانو په چټکۍ سره د تسلیت مراتب وړاندې کړل.

د چین د بهرنیو چارو وزارت بیجینګ او اسلام اباد "پاخه ملګري" وبلل خو له پاکستان څخه یې وغوښتل چې "د چینایي اتباعو، پروژو او ادارو د خوندیتوب لپاره اغیزمن ګامونه پورته کړي."

د سه شنبې برید څو ورځې وروسته له هغې وشو چې اورپکو د بلوچستان د ګوادر د بندر پر دفترونو د برید هڅه وکړه، چې په پاکستان کې د چین د پانګونې بنسټ ګڼل کیږي.

د ۲۰۲۰ کال په جون کې، بلوڅ بیلتون غوښتونکو د کراچۍ په سوداګریز مرکز کې د پاکستان د اسعار بازار په نښه کړ چې یوه برخه یې د چینايي شرکتونو ملکیت دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG